روسیې "پر سوریې هوايي بریدونه کړي"

امریکايي چارواکي وايي، په ظاهره داسې ښکاري چې روسیې په سوریه کې د ولسمشر بشارالاسد پر مخالفینو هوايي بریدونه کړي دي.

دوی وايي د راپورونو پر اساس بریدونه د حمص ښار شاوخوا سیمه کې شوي او دا چې واشنګټن ته د دغو بریدونو په اړه له وړاندې خبر ورکړل شوی و.

دا نوی پرمختګ داسې مهال مخې ته راځي چې د راپورونو له مخې ولسمشر اسد په رسمي ډول له روسیې د پوځي مرستو غوښتنه کړې ده.

سوریه کې له تېرو څلورو کلونو راهیسې کورنۍ جګړه روانه ده.

د اسلامي دولت ډلې په ګډون په کې وسله والې ډلې د حکومت د پرځولو په موخه جګړه کې ښکېل دي.

تر دې مخکې، د روسیې پارلمان د رای اچونې له لارې د ولسمشر ولادیمیر پوتین غوښتنه، چې له هېواده بهر د نظامي ځواکونو استول وو، ومنله.

دغه مصوبه په سوریه کې د "اسلامي دولت" ډلې پر هدفونو هوايي بریدونو ته لاره هواروي.

د کرملین ماڼۍ ویاند سیرګي ایوانوف په سوریه کې د روسي ځواکونو ځمکني بریدونه رد کړل.

روسیه د بشر الاسد له اصلي ملاتړو بلل کېږي او د دغو دوو هېوادونو همکاري په ځانګړي ډول په نظامي برخه کې په وروستیو څو میاشتو کې زیاته شوې ده.

د نوموړي په خبره روسیه به یوازې هوايي ځواک وکاروي.

هغه زیاته کړه د سوریې ولسمشر بشارالاسد له خپل روسي سیاله د پوځي مرستې غوښتنه کړې وه.

تېره ورځ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي و، که د ملګرو ملتونو سازمان یې تاييد کړي، پر "اسلامي دولت" ډلې به هوايي بریدونه وکړي.

ایران او روسیه د بشار الاسد له دولت سره پر نظامي مرستې تورن دي، دواړه هېوادونه غواړي چې نوموړی په واک کې پاتې شي.