افغان حکومت: طالبانو کندوز کې د بشریت ضد جرمونه کړي

د افغانستان ولسمشرۍ دفتر پر طالبانو د بشریت ضد جرمونو تور لګوي.
د عکس تشریح، د افغانستان ولسمشرۍ دفتر پر طالبانو د بشریت ضد جرمونو تور لګوي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کندوز په ښار کې د جګړې لومړنۍ پلټنې ښيي چې طالبانو او ملګرو یې خلک له وېرې او وحشت سره مخامخ کړي، په خپل سر وژنې او ملکي او نظامي اشخاص یې ربړولي دي.

د کندوز ښار له سقوط او بېرته د افغان ځواکونو له خوا یې له کنترول وروسته، افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې د پېښې د دلایلو او اوښتي تاوانونو د ارزونې لپاره یې کمېسونونه ټاکلي دي.

د جمعې پر ورځ (اکتوبر دوهمه) د ولسمشرۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو سره تړلو کسانو د کندوز له نیولو وروسته، "د خلکو پر ناموس او عزت تېری کړی او هغه چې د خلکو پر وژنه او د هغوی پر شتمنیو او عزت د تېري تور پرې و" یې د دغه ښار له زندانه خوشې کړې دي.

د ولسمشرۍ دفتر همدا راز ویلي چې طالبانو په ښار کې یو شمېر حکومتي او غیر حکومتي ودانیو ته اور پورې کړی او عامه مالونه، د قونسلګریو او سیاسي استازو دفترونه یې لوټ کړي دي.

د بښنې نړیوالې ادارې هم د کندزو د جګړې په اړه په یوه خپور شوي رپوټ کې د عیني شاهدانو او هغو ملکیانو له خولې چې له ښاره تښتېدلي وو، ویلي:

"ډله ییزې وژنې، ډله ییز جنسي تېري او کور په کور تالاشیانې د وحشت یوازې یوه برخه ده چې د هغو ملکي وګړو له خولې اورېدل شوي چې له کندوز ښاره وتلي دي."

په افغانستان کې د بښنې ډ نړیوالې ادارې مسولې حوریه مصدق بي بي سي ته وویل، ادارې یې خپل رپوټ په کندوز کې له ګڼ شمېر عادي خلکو او د یو شمېر بشري حقونو له ملاتړو سره د خبرو پر اساس چمتو کړی دی.

یو شمېر عیني شاهدانو او د کندوز ښار اوسېدونکو له بي بي سي سره په خبرو کې، ډېری دغه ادعاګانې تاید کړې خو ویلي یې دي چې دوی پر ښځو او نجونو د تېري پېښو شاهدان نه وو.

د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد، بي بي سي سره په خبرو کې دغه ادعاګانې د "دښمنانو تبلیغ" بللې او ویلي یې دي چې په جدیت یې ردوي.

په ورته وخت کې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور له اسوشیټېډ پریس خبري اژانس سره په خبرو کې د کندوز ښار درې ورځنۍ نیونه د دغې ډلې لپاره "سمبولیکه بریا" بللې ده.

د طالبانو مشر د کندوز ښار نول "یوه تاریخي پېښه چې په یاد به پاتې شي" ګڼلې ده.

ښاغلي منصور زیاته کړې، "هغوی چې وايي موږ یو کوچنی ځواک یو او یو غیر انتخابي مشر لرو، اوس کولی شي وګوري چې زموږ د غړو د وړتیا په اړه یې فکر تر کومه بریده ناسم و."