انضمام الحق به د افغان کرېکټ لوبډلې روزنه کوي

نوموړي وویل په اوږدمهاله ډول دغه دنده نه شي ترسره کولی.
د عکس تشریح،

نوموړي وویل په اوږدمهاله ډول دغه دنده نه شي ترسره کولی.

د پاکستان د کرېکټ لوبډلې پخواني کپتان او توپ وهونکي انضمام الحق ویلي چې د افغان کرېکټ لوبډلې روزنه به ترسره کوي.

افغان کرېکټ لوبډله روان میاشت زمبابوې ته د یو لړ لوبو لپاره روانېږي.

په دغه سفر کې به د افغانستان ملي ټیم له زمبابوې سره پنځه یو ورځنۍ او دوه شل اوریزې لوبې کوي.

دغه ټولې لوبې به د زمبابوې په بولاوایو لوبغالي کې کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې انضمام د ازموینې پر مهال د کرېکټ نړیوالې شورا غړو او د کرېکټ بورډ ادارې مسئولینو لخوا وټاکل شو.

۴۵ کلن انضمام الحق ۱۲۰ ټیسټ او ۳۷۸ نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړې دي.

انضمام به له افغان لوبډلې سره زمبابوې ته یوځای سفر کوي او هلته به د دغې لوبډلې په روزنه بوخت وي.

ده وویل، د اکتوبر میاشت پر پنځمه زمبابوې ته روانېږي او تقریبا یوه میاشت به له افغان لوبډلې سره وي.

د افغانستان او زمبابوې تر منځ به د لوبو پیل د اکتوبر پر ۱۶مه د یو ورځنیو سیالیو په لړۍ کېږي.

انضمام الحق له بي بي سي سره په یوه مرکه کې وویل چې د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکو څه موده مخکې له ده غوښتي وو چې د لوبډلې روزنه وکړي او ده خپل چمتووالی ښوولی و.

خو نوموړي وویل، په اوږدمهاله ډول دغه دنده نه شي ترسره کولی.

د دې تر څنګ، نوموړي وویل، که د پاکستان د کرېکټ غوره لیګ لوبډلو یا بله کومه لوبډله هم ورته د روزنې وړاندیز وکړي، نو حتما به پرې غور کوي.

له انضمام الحق وړاندې، د پاکستان دوه پخواني ټیسټ لوبغاړي کبیر خان او راشد لطیف هم د افغان لوبډلې روزونکي پاتې شوې دي.

کبیر خان تر ډېرې مودې د افغان لوبډلې د روزونکي په توګه دنده ترسره کړه.

تر ده وروسته، د افغان کرېکټ بورډ چارواکو لوبډلې لپاره د انګلستان انډي مولز د روزونکي په توګه وګوماره خو د کرېکټ ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سیالیو نه وروسته د نوموړي د کار موده و نه غځول شوه.