روسیه له اروپايي چاکلېټو او پنېرو پرته ژوند کولی شي؟

روسیه له اروپايي چاکلېټو او پنېرو پرته ژوند کولی شي؟

روسیه په دې غور کوي چې له اروپايي چاکلېټو او پنیرو پرته ژوند کولی شي، که څنګه.

همدا هغه څه دي چې دا اوونۍ روسۍ رسنیو شاربلې ځکه دغه هېواد اعلان کړه چې د لوېدیځ اقتصادي بندیزونو په ځواب کې پر ځینو اروپايي تولیداتو خپل بندیز نوی کوي.

دا د مسکو لخوا چې دا دی یو کال کېږي چې په اوکراین کې د خپلو اعمالو پر سر له لوېدیځ اقتصادي بندیزونو سره ژوند کوي د هوډ او مقاومت ډک ځواب دی.