د امریکا ولسمشر د کلیسا برید قرباني په جنازه کې

د امریکا ولسمشر د کلیسا برید قرباني په جنازه کې

د امریکا په سوېلي کرولینا ایالت کې نن د هغو نهو کسانو جنازه کېږي چې یوه سپین پوستي نسل پالي په کلیسا کې د عبادت پر وخت په ډزو وژلي وو.

نن (جون ۲۶مه) به ولسمشر اوباما د کلیسا د یوه غړي کلېمنتا پېنکني جنازه کې وینا هم وکړي. ولسمشر اوباما دغه کس شخصآ پېژانده.