افغان حکومت: د روغتون پر ودانۍ د برید غوښتنه زموږ وه

برید کې روغتون ته سخت تاوان ورسېد او د بې پولو ډاکټرانو اداره یې اوس نه کاروي.
د عکس تشریح،

برید کې روغتون ته سخت تاوان ورسېد او د بې پولو ډاکټرانو اداره یې اوس نه کاروي.

افغان حکومت وايي پر افغان ځواکونو کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو د روغتون له انګړه ډزې کېدې چې له امله یې دوی اړ شول له امریکايي ځواکونو د هوايي برید غوښتنه وکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري په یوې خبري غونډه کې وویل "د روغتون شاوخوا کې طالبان وو، زه دا نه شم تاییدولی چې په روغتون کې خپله وو که نه. هلته شاوخوا جګړه وه."

"نو د دې لپاره چې اوس معلومه کړو چې د روغتون دننه مخالفین وو که نه، یو کمیسون ټاکل شوی، چې وڅېړي او روښانه شي چې دلته که چا تېروتنه کړې وي، او دا پېښه څنګه را منځ ته شوې ده."

نوموړي زیاته کړه، کله چې څېړنې پای ته ورسېدې، حقیقت چې هر څه و، هغه به شریک شي.

"اوس له وخته وړاندې ده چې زه تاسې ته هر څه ووایم خو زه دا خبره تاییدوم، کله چې هوايي برید ته اړتیا وي موږ له بهرنیو ځواکونو مرسته غواړو."

تر دې مخکې، په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان ومنله چې په شمالي ښار کندوز کې پر یوه روغتون د امریکایانو هوايي برید یوه تېروتنه وه.

جنرال جان کمبل وویل، امریکا به هېڅکله یو خوندي روغتیايي مرکز په نښه نه کړي.

د امریکا سنا د وسله والو ځواکونو کمېټې ته په وینا کې جنرال کمبل وویل، هوايي برید د امریکايي قومندې په محدوده کې ترسره شوی و.

ده زیاته کړه، "باید څرګنده شي، د هوايي ملاتړ او برید پرېکړه د امریکایانو پرېکړه وه، چې د امریکا پوځ د قومندې په محدوده کې شوې وه."

په دغه برید کې لږترلږه ۲۲ کسان وژل شوي وو، په داسې حال کې چې افغان حکومتي ځواکونو له طالب جنګیالیو د کندوز ښار بېرته نیولو لپاره جګړه کوله.

د بې پولې ډاکټرانو روغتون (ایم ایس ایف) د یوې خپلواکې نړیوالې پلټنې غوښتنه کړې ده.

روغتون ویلي د افغان حکومت له ویناوو داسې ښکاري چې روغتون په لوی لاس په نښه شوی و – او دا د جنګي جرم د ترسره کولو او منلو په معنا دی.

دوی دغه راز په روغتون کې د طالب جنګیالیو د حضور په اړه رپوټونه رد کړي او وايي چې د برید پرمهال د دوی له ځینو کارکوونکو او ناروغانو پرته نور هېڅوک نه وو.

په دغه برید کې لږترلږه ۲۲ کسان وژل شوي وو.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

په دغه برید کې لږترلږه ۲۲ کسان وژل شوي وو.

وړاندې جنرال جان کمبل د امریکا دفاع وزارت کې یوې خبري غونډې ته ویلي وو، ځواکونو یې کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو پر ر وغتون برید د افغان ځواکونو د غوښتنې بربنسټ کړی دی.

نوموړي، چې د تېرې دوشنبې په ورځ (اکتوبر پنځمه) یوې خبري غونډې ته خبرې کولې، وویل د برید په اړه پلټنه دوام لري، خو څېړونکې ډلې ویلي، دا برید د امریکایانو په غوښتنې نه دی شوی، بلکې د افغانانو په غوښتنې شوی دی.

وړاندې، د امریکا دولت ویلي وو، دا برید د روغتون په انګړ کې پر امریکايي پوځيانو د ډزو په مقابل کې شوی دی.

جنرال کمبل ویلي وو، امریکا او افغانستان د برید په اړه ''بشپړه او شفافه'' څېړنه کوي، که چېرې برید په تېروتنې شوی وي، بښنه به وغواړي او د دې تېروتنې عاملین به راټینګ کړي.

یوه عیني شاهد، چې د برید پرمهال د روغتون په ودانۍ کې و، بي بي سي ته د خپل نوم نه ښوولو په شرط ویلي، د بمبار پر مهال وسله وال طالبان په روغتون کې و او پر افغان او نړیوالو ځواکونو یې ډزې کولې.