د افغانستان د معلولینو کرېکټ لوبډله سیالیو لپاره کراچۍ ته ورسېده

افغان لوبډلې پاکستان کې د لوبې د امکاناتو او وسایلو په اړه خپله خوښي څرګنده کړې ده.
د عکس تشریح، افغان لوبډلې پاکستان کې د لوبې د امکاناتو او وسایلو په اړه خپله خوښي څرګنده کړې ده.

د افغانستان د معلولینو کرېکټ لوبډله د پاکستان د معلولینو له لوبډلې سره د دوو یو ورځنیو نړیوالو او دریو شل اوریزو لوبو لپاره پاکستان ته رسېدلې ده.

افغان لوبډلې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د دغه هېواد د معلولینو له کرېکټ لوبډلې سره په ګډه تمرین ترسره کړ.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې د افغانستان او پاکستان د معلولینو د کرېکټ لوبډلو تر منځ سیالۍ رسمي لوبې دي.

نوموړي وویل د دواړو هېوادونو تر منځ به لومړی یو ورځنۍ لوبې او ورپسې شل اوریزې لوبې ترسره شي.

ښاغلي هوتک دغه راز وویل چې درې شل اوریزې لوبې به د پاکستان په تلویزونونو په ژوندۍ بڼه خپرېږي او زیاته یې کړه:

افغان لوبډلې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د دغه هېواد د معلولینو له کرېکټ لوبډلې سره په ګډه تمرین ترسره کړ.
د عکس تشریح، افغان لوبډلې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د دغه هېواد د معلولینو له کرېکټ لوبډلې سره په ګډه تمرین ترسره کړ.

"دلته مو افغانستان کې هم له یو شمېر تلویزونونو سره خبرې روانې دي چې وکولی شو افغان مینه والو ته دغه لوبې په ژوندۍ بڼه خپرې کړو".

افغان لوبډلې پاکستان کې د لوبې د امکاناتو او وسایلو په اړه خپله خوښي څرګنده کړې ده.

دواړو لوبډلو خپل تمرین د کراچۍ په نیشنل سټېډیم (ملي لوبغالي) کې پر مخ یوړ.