قهرجنو کسانو د کابل په مرکز کې یوه ښځه وژلې

کابل کې خصوصي تلویزونونو د یوې ښځې د سوځول شوي مړي انځورونه خپاره کړي دي.
د عکس تشریح، کابل کې خصوصي تلویزونونو د یوې ښځې د سوځول شوي مړي انځورونه خپاره کړي دي.

افغان امنیتي چارواکي وايي قهرجنو خلکو د کابل ښار په مرکز کې یوه ښځه چې ویل کېږي قران شریف یې سوځولی و، وژلې ده.

د پلازمېنې کابل د یوې امنیتې حوزې مشر صالح محمد بي بي سي ته وویل:

"دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې یوې ښځې قران شریف وسوځاوه او لسګونو لارویانو له تېږو او لرګیو سره پرې برید وکړ او هغه یې ووژله."

نوموړي وویل په سیمه کې پولیسو و نه شو کولی چې د دغو قهرجنو خلکو مخه ونیسي.

دغه پېښه د پنجشنبې پر مازدیګر (د حوت ۲۸مه) د کابل په مرکز کې د شاه دوشمشېره جومات تر څنګ را منځ ته شوه.

کابل کې خصوصي تلویزونونو د یوې ښځې د سوځول شوي مړي انځورونه خپاره کړي دي.

داسې ادعا کېږي چې قهرجنو خلکو له وژلو وروسته د هغې مړی سوځولی خو کابل کې پولیسو د دغې ښځې د مړي د سوځولو په اړه څه و نه ویل.

د دغې ښځې د هویت یا د پېښې په اړه کره جزیات تر اوسه مالوم نه دي او پولیس وايي چې په دې اړه پلټنې پیل شوې دي.