د کابل ځانمرګي برید لسګونه کسان وژلي

د کابل په لوېدیځ کې د افغانستان امنیتي ځواکونو د موټرو پر کاروان ځانمرګي برید کې لږ ترلږه ۳۰ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي. د کابل د پغمان ولسوال محمد موسی بي بي سي ته وویل، دا برید د هغه تر ادارې لاندې سیمه کې شوی.

نوموړي وویل، دغه پولیس سرتېري میدان وردګو کې د روزنې له یوه مرکز نه په پنځو بسونو کې کابل ته روان وو چې د لارې په اوږدو کې په نښه شول.

د دې برید پړه طالبانو پر غاړه اخیستې ده.
د عکس تشریح، د دې برید پړه طالبانو پر غاړه اخیستې ده.

دغه چارواکي وویل، په دغه برید کې لومړی له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړل شوه او ورپسې ځانمرګي بریدګر په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچول.

موسی خان په عین حال کې ویلي چې لا هم نشي کېدای د وژل شویو او ټپیانو دقیقه شمېره وټاکل شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل نننی برید غندلی او هغه یې د بشریت ضد جنایت بللی دی.

ولسمشر غني کورنیو چارو وزارت ته امر کړی چې "د میدان وردګو روزنیز مرکز د فارغانو لېږدولو د پرېکړې څرنګوالی و ارزوي، ترڅو د هر ډول بې غورۍ په صورت کې تعقیبي اقدامات ترسره شي."

تېرو څو میاشتو کې د طالبانو بریدونه

۲۰۱۶

پر پولیسو برید:‌ ۱۱م د اپریل جلال اباد ته نژدې په یوه بس کې ۱۲ تازه دمه پولیس ووژل شول او د جنوري‌ په ۲۸مه یو افغان پولیس خپل ۱۰ ملګري ووژل

  • د جون ۱۹مه پلازمېنه کابل کې لږترلږه ۱۴ نیپالي امنیتي کسان په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول

  • د مې ۲۵مه د محکمې کارکوونکو په ګډون ۲۵ کسان په پلازمېنه کابل کې ووژل شول

  • د اپریل ۱۹مه کابل کې په یوه چاودنه کې شاوخوا ۶۴ کسان ووژل شول

  • د فبروري ۲۷مه کابل کې دفاع وزارت ته څېرمه ځانمرګي برید کوونکي ۱۵ کسان ووژل

د برید پړه طالبانو پر غاړه اخیستې ده.

تر دې وړاندې هم طالبانو په وار وار د افغانستان امنیتي ځواکونو او دولتي کارکوونکو پر لېږدوونکي موټرونو ځانمرګي بریدونه کړي دي.

سیمه ییزو سرچینو او عیني شاهدانو وړاندې تایید کړې وه چې د افغانستان امنیتي ځواکونو د موټرو یو کاروان چې له میدان وردګو پلازمېنې کابل ته روان و، ددې ښار په لویدیځ کې د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د قلعه حیدرخان په سیمه کې پرې ځانمرګی برید شوی.

یوه عیني شاهد بي بي سي ته وویل، دغو ځانمرګو بریدونو د افغانستان امنیتي ځواکونو درې موټر په نښه کړي دي.

دغه عیني شاهد وویل چې درېیو ځانمرګو بریدکوونکي په یوه وخت ددغو امنیتي ځواکونو موټر په نښه کړل.

ځینې انځورونه چې افغانستان کې کورنیو رسنیو خپاره کړي ښيي چې د پولیسو یو شمېرو بسونه زیانمن شوي دي.

لا هم ددې ځانمرګي برید د وژل شویو او ټپیانو کره شمېره څرګنده نه ده.