پوځي خدمت د امریکایي پولیسو وژونکي حالت "بدل" کړی و

د مایکا جانسن مور وایي، زوی یې د امریکا په پوځ کې د خدمت له امله "بدل شوی و". هغه د ټکساس ایالت په دالاس ښار کې د پولیسو پنځه مامورین په ډزو ووژل.

ډالفین جانسن بلیز وبسایټ ته ویلي، زوی یي ګوښه توب غوره کړی و.

هغې وویل، "پوځ هغه څه و چې مایکا یې تمه درلوده. هغه ډېر نهیلی و."

د امریکا پوځ تر پېښې وروسهت ویلي و چې مایکا جانسن د امریکا پوځ سرتېری و او په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې یې افغانستان کې دنده ترسره کړې ده. د امریکا پوځ د معلوماتو له مخې، هغه له ۲۰۰۹ کال نه تر ۲۰۱۵ کال پورې پوځ کې او په ۲۰۱۰ کال کې بریدملۍ درجې ته رسېدلی و.

ښاغلي جانسن د تورپوستو د وژل کېدو په اعتراض لاریون کې پر پولیسو ډزې وکړې او پنځه مامورین یې ووژل.

هغه لاریون په مینېسوتا ایالت کې د فیلانډو کاسټیل او لویزیانا ایالت کې د الټن سټرلېنګ د وژل کېدو په اعتراض لاریونونو سره هم مهاله ترسره کېده.

د مایکا جانسن په کور چې د پولیسو سره جګړه کې ووژل شو، د ماین جوړولو مواد، وسله او یو پوځي یادداشت موندل شوی دی.

د مایکا جانسن پلار جیمز جانسن بلیز ته وویل: "نه پوهېږم څه ویلی شم چې چا سره مرسته وکړي. هېڅکله مې ددې پېښې تمه نه درلوده."

هغه زیاته کړه: "زوی سره مې ډېره زیاته مینه لرم؛ خو له کار نه یې ډېره کرکه لرم."

د دالاس پولیسو مشر دېوېډ براون وویل، له هغې پېښې وروسته ټول مامورین غصه دي او د هغه د کورنۍ غړي په مرګ ګواښل شوي دي.

هغه وویل، له جانسن سره په جګړه کې ۱۳ پولیسو د هغه پر لور ډزې وکړې او په پایله کې هغه د یو روباټ په وسیله چې ماین پکې اېښودل شوی و، ووژل شو.

هغه وویل، د جانسن وژلو کومه اخلاقي پوښتنه راولاړه نه کړه او راتلونکې کې به هم د مامورینو د ژوند ساتلو لپاره "بیا هم همداسې وکړي."

ښاغلي براون وویل، دا پېښه به د دالاس پولیسو اداره نهیلې نه کړي. په دغه ښار کې د جرمونو کچه په تېرو ۱۲ کلونو کې په پرلپسې ډول په کمېدو وه.

هغه وویل، پولیس به خپله ټوله هڅه وکړي چې ډاډ ترلاسه شي جانسن د هغه برید یوازنی عامل و. "پولیس به ټولې نښې نښانې تعقیب کړي."

هغه چې خپله تورپوستی دی له معترضانو یې وغوښتل چې پولیسو سره یوځای شي او "هڅه وکړی چې د حل لارې برخه واوسي."

ښاغلي براون وویل، موږ ځواکونه ګومارو. "د معترضانو له ډلې ووځۍ او د ګومارنې فورمونه ډک کړئ."