تهران درې بهرني تابعیت لرونکي ایرانیان محاکمه کوي

د ایران د خبري رسنیو په وینا، ښاغلي دولت ابادي د اوو تورنو کسانو د دوسیو څېړنو امر دوه اونۍ وړاندې کړی دی.

د عکس سرچینه، ILNA

د عکس تشریح، د ایران د خبري رسنیو په وینا، ښاغلي دولت ابادي د اوو تورنو کسانو د دوسیو څېړنو امر دوه اونۍ وړاندې کړی دی.

د تهران لوی څارنوال عباس جعفري دولت ابادي ویلي د امریکا، بریتانیا او کاناډا تابعیت لرونکو درو ایراني وګړو د محاکمې امر یې کړی دی.

دولت ابادي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ (چنګاښ ۲۱مه) د لویې څارنوالۍ د مرستیالانو او د انقلاب د یوه استازي په ګډون یوې خبري ناستې ته وکړې.

نوموړي وویل: "د نازنین زاغري، هما هودفر او سیامک نمازي، نزار زکا (لبناني) او اوو نورو تورنو کسانو د دوسیو څېړلو او محاکمې کولو امر شوی. پر دوی تور دی چې د ۱۳۸۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال یې لاریونونو کې ګډون کړی. د دوی دوسیې محکمې ته استول شوې".

د ایران د خبري رسنیو په وینا، ښاغلي دولت ابادي د اوو تورنو کسانو د دوسیو څېړنو امر دوه اونۍ وړاندې کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د نزار زکا او سیامک نمازي د نیول کېدو په غبرګون کې دا د ایران یو "ناعادلانه" کار وباله.

د تهران څارنوالۍ ویلي، دغه تورن د ۱۳۸۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو په لړ کې د اعتراضونو پرمهال تورن پېژندل شوي.

د ایران د قضايي چارواکو په وینا، دوه تورن کسان، چې بهرني تابعیتونه لري، تېر کال ایران ته له سفر کولو ورسته ونیول شول.

نازنین زاغري راتکلیف، ایراني الاصله بریتانیایۍ ده، چې د روان کال فبرورۍ میاشت کې له زوی سره بریتانیا ته روانه وه چې تهران کې د امام خمیني پر هوايي ډګر تر نیول کېدا وروسته کرمان ته ولېږدوله شوه.

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، نازنین زاغري راتکلیف، ایراني الاصله بریتانیایۍ ده، چې د روان کال فبرورۍ میاشت کې له زوی سره بریتانیا ته روانه وه چې تهران کې د امام خمیني پر هوايي ډګر تر نیول کېدا وروسته کرمان ته ولېږدوله شوه.

نازنین زاغري راتکلیف، ایراني الاصله بریتانیایۍ ده، چې د روان کال فبرورۍ میاشت کې له زوی سره بریتانیا ته روانه وه چې تهران کې د امام خمیني پر هوايي ډګر تر نیول کېدا وروسته کرمان ته ولېږدوله شوه.

ایراني چارواکو د هغې د دوه کلن بریتانیايي زوی ګابریلا پاسپورت ضبط کړ.

د تهران لوی څارنوال ویلي، د اسنادو د محرمیت له کبله د اغلې زاغري د دوسیې په اړه نور جزییات نه شي ډاګیزه کولی.

هما هودفر، ۶۵ کلنه متقاعده ښوونکې ده، چې د کاناډا تابعیت هم لري. نوموړې د جون پر۱۷مه، ایران ته د سفر پرمهال ونیول شوه.

 هما هودفر
د عکس تشریح، هما هودفر

اغلې هودفر په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "د سپاه پاسداران استخباراتي مامورانو د تېر کال مارچ پر ۱۹مه، له ایرانه تر وتلو یوه ورځ وړاندې د دې پر کور چاپه ووهله، د هغې شخصي څیزونه (لپ ټاپ، پاسپورت، تذکره، کتاتونه، درمل او تیلیفون یې) ورسره یووړل. هماغه وخت یې دې ته وویل چې ممنوع الخروج یې".

سیامک نمازي یو بل نیول شوی ایرانی دی، چې بهر کې اوسېده.

ښۍ خوا ته - سیامک نمازي او د هغه پلار باقر نمازي

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، ښۍ خوا ته - سیامک نمازي او د هغه پلار باقر نمازي

ښاغلی نمازي د "کرسنټ" په نامه د تېلو شرکت د ستراتیژیکو پروګرامونو د برخې ایراني الاصله امریکایی دی، چې په تېره ډسمبر میاشت کې ایران ته تر ستنېدا ورسوته ونیول شول.

څلور میاشتې وروسته د هغه پلار باقر نمازي هم تهران کې ونیول شو.

سیامک نمازي په ایران کې زیږېدلی، په امریکا کې یې زده کړې کړې او په ۲۰۰۷ کال د نړیوال اقتصادي مجمع غونډې پرمهال "په نړیواله کچه د ځوان مشر" په توګه وپېژندل شو.

نزار زکا

د عکس سرچینه، twitter feed

د عکس تشریح، نزار زکا

نزار زکا، لبنانی وګړی دی، چې امریکا کې اوسېږي او د انټرنېټي فعالیتونو د ازادۍ برخه کې فعالیت کوي.

زکا په تېره سپټمبر میاشت کې د ایران د دولت په بلنه ایران کې په یوه دولتي کنفرانس کې د ګډون لپاره ایران ته ولاړ او همالته ونیول شو.

د ایران تسنیم خبري اژانس وړاندې ویلي و،، چې زکا د امریکا له پوځي او امنیتي ارګانونو په تېره بیا له دفاع وزارت (پنتاګون) سره ټینګ اړیکي لرل، خو د نوموړي کورنۍ دا تورونه بابیزه ګڼي.