'د دالاس ټوپکوال' افغانستان کې پوځي خدمت کړی

پر فېسبوک د میکا جانسن خپور شوی انځور، چې لاس یې پکې پورته نیولی دی

د عکس سرچینه، Facebook

د عکس تشریح، پر فېسبوک د میکا جانسن خپور شوی انځور، چې لاس یې پکې پورته نیولی دی

د امریکا پوځ ویلي، د دالاس ښار برید کوونکي او د پنځو پولیسو مشکوک قاتل میکا جانسن د امریکا د پوځ غړی و، چې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې یې افغانستان کې پوځي خدمت کړی دی.

د امریکا د پوځ د څرګندونو پربنسټ، میکا جانسن له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۵ کال پورې د امریکا پوځ کې و او په ۲۰۱۰ کال د سرپرکمشر/ضابط رتبې ته رسېدلی و.

د دالاس د پولیسو مشر وايي، جانسن غوښتل سپین پوستي کسان، په تېره بیا سپین پوستي پولیس ووژني.

دالاس ښار کې د تورپوستو پرضد د پولیسو د تاوتریخجنو کړنو پرضد لاریون کې پنځه پولیس په ډزو ووژل شول او اوه نور ټپیان شول. د برید په تړاو درې کسان نیول شوي او میکا جانسن هم، چې د برید اصلي عامل ګڼل کېږي - له پولیسو سره په نښته کې ووژل شو.

د دالاس د پولسو د مشر په وینا، میکا جانسن، چې له وژل کېدو وړاندې یې له پولیسو سره په خبرو کې ویلي، د پولیسو له خوا د تورپوستو وګړو وژلو خواشینی کړی دی.

جانسن

د عکس سرچینه، Facebook

د عکس تشریح، د امریکا د پوځ د څرګندونو پربنسټ، میکا جانسن له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۵ کال پورې د امریکا پوځ کې و او په ۲۰۱۰ کال د سرپرکمشر/ضابط رتبې ته رسېدلی و.
د دالاس د پولیسو مشر ویلي، میکا جانسن، د پنځو پولیسو په وژلو سره، له هېڅ کومې بلې ډلې سره نه وو تړلی، بلکې دا کار یې په یوازې سر کړی دی.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د دالاس د پولیسو مشر ویلي، میکا جانسن، د پنځو پولیسو په وژلو سره، له هېڅ کومې بلې ډلې سره نه وو تړلی، بلکې دا کار یې په یوازې سر کړی دی.

د پولیسو دغه مشر زیاتوي، جانسن پولیسو ته دا هم ویلي، غوښتل یې د سپین پوستو، په تېره بیا د سپین پوستو پولیسو په وژلو د زړه بړاس وباسي.

د دالاس لاریونونه د یوه امریکايي پولیس له خوا د دوو تورپوستو له وژل کېدو وروسته پیل شول.

تېره ورځ، د یوه تورپوستي سړي د وژل کېدو وېډیو خپره شوه، چې ظاهراً یې غوښتل له خپل جیبه تصدیقپاڼه راوباسي، خو پولیسو ډزې پرې وکړې او د خپلې ملګرې نجلۍ او کوچنۍ لور په مخ کې یې وواژه.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي، د تورپوستو پرضد د پولیسو تاوتریخجنو کړنو "سخت اندېښمن" کړی دی.

د دالاس د پولیسو مشر ویلي، میکا جانسن، د پنځو پولیسو په وژلو سره، له هېڅ کومې بلې ډلې سره نه وو تړلی، بلکې دا کار یې په یوازې سر کړی دی.

تېره ورځ، د یوه تورپوستي سړي د وژل کېدو وېډیو خپره شوه، چې ظاهراً یې غوښتل له خپل جیبه تصدیقپاڼه راوباسي، خو پولیسو ډزې پرې وکړې او د خپلې ملګرې نجلۍ او کوچنۍ لور په مخ کې یې وواژه.

د عکس سرچینه، FACEBOOK

د عکس تشریح، تېره ورځ، د یوه تورپوستي سړي د وژل کېدو وېډیو خپره شوه، چې ظاهراً یې غوښتل له خپل جیبه تصدیقپاڼه راوباسي، خو پولیسو ډزې پرې وکړې او د خپلې ملګرې نجلۍ او کوچنۍ لور په مخ کې یې وواژه.
د دالاس د پولیسو مشر ویلي، میکا جانسن، د پنځو پولیسو په وژلو سره، له هېڅ کومې بلې ډلې سره نه وو تړلی، بلکې دا کار یې په یوازې سر کړی دی.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د دالاس د پولیسو مشر ویلي، میکا جانسن، د پنځو پولیسو په وژلو سره، له هېڅ کومې بلې ډلې سره نه وو تړلی، بلکې دا کار یې په یوازې سر کړی دی.