افغانستان ايرلنډ ته په ۷۹ منډو ماته ورکړه

افغان کرېکټ لوبډلې د شمالي ايرلنډ په بلفاسټ کې له ايرلنډ سره د پنځه يو ورځنيو لوبو د لړۍ څلورمه لوبه په ۷۹ منډو وګټله.

د دغې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

افغانستان مقابلې لوبډلې ته د ۲۳۰ منډو هدف وټاکه، خو ايرلنډ په دې و نه توانېد چې دغه هدف پوره کړي او ټوله لوبډله يې په ۴۱ اوور کې د ۱۵۰ منډو په جوړولو سره وسوځېده.

افغان منډه جوړونکو کې راشد ارمان او محمد نبي تر ټولو ښه وځلېدل دوی په ترتيب ۶۰ او ۵۰ منډې جوړې کړې.

راشد ارمان د دغې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، نوموړي ناسوځېدلې ۶۰ منډې جوړې کړې او د مقابلې ډلې څلور لوبغاړي يې وسوځول.

راشد ارمان په نننۍ لوبه کې تر ټولو ښه وځلېد، ناسوځېدلې ۶۰ مندې يې جوړې کړې او څلور لوبغاړي يې وسوځول

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، راشد ارمان په نننۍ لوبه کې تر ټولو ښه وځلېد، ناسوځېدلې ۶۰ مندې يې جوړې کړې او څلور لوبغاړي يې وسوځول
د توپ اچوونې په برخه کې ايرلنډ ښه لوبه وکړه خو په توپ وهنه افغان لوبغاړو يې مخه ډب کړه
د عکس تشریح، د توپ اچوونې په برخه کې ايرلنډ ښه لوبه وکړه خو په توپ وهنه افغان لوبغاړو يې مخه ډب کړه

پر دوی سربېره رحمت شاه ۴۸، محمد شهزاد ۲۲، ميرويس اشرف ۱۴، سميع الله شينواري ۱۱ او نور علي ځدراڼ ۱۰ منډې وکړې.

د توپ اچوونې په برخه کې هم راشد ارمان ښه لوبه وکړه او د ايرلنډ څلور لوبغاړې يې وسوځول. پر ده سربېره رحمت شاه دوه، يمين احمدزي او دولت ځدراڼ يو يوه وېکټه واخيسته.

د ايرلنډ لوبغاړو هم ښه توپ اچوونه وکړه، مک براين او چېس دوې دوې وېکټې واخيستې. خو توپ ووهنه کې بخت ورسره ياري ونه کړه.

بل پلوه لکه څنګه چې اټکل کېده د توپ وهلو په برخه کې ايرلنډ ښه لوبه و نه کړه، د دغې لوبډلې لپاره براين ۳۴، سټرلينګ ۳۱، پورټرفيلډ ۱۶، پوينټر ۱۵ منډې جوړې کړې.

د افغان لوبډلې مرستيال روزونکي رييس احمدزي له بي بي پښتو سره په خبرو کې وويل، هیله من دی چې راتلونکې لوبه به هم وګټي، د ده په وينا د دغو لوبو د لړۍ ګټل به په نړيواله کچه د افغان لوبډلې پر درجه بندۍ مثبت اغېز ولري.

نوموړی وايي د دغو او نورو لوبو د لړۍ ګټل به د کرېکټ راتلونکو نړيوالو سياليو ته د افغان لوبډلې لپاره د لارې هوارېدو کې مرسته وکړي.

د افغانستان او ايرلنډ تر منځ د پنځو يو ورځنيو لوبو په دغه لړۍ کې افغانستان دوې او ايرلنډ د يوې لوبې په ګټلو توانېدلی دی.

د دغې لړۍ وروستۍ لوبه دې سې شنبې په ورځ ترسره کېږي.

د دغو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه د باران له امله لغوه شوې وه