جرمني: بریدګر غوښتل د وژل شوي ملګري غچ واخلي

جرمني کې څارنوالان وايي هغه افغان زلمی، چې د تبر او چاقو په وسیله یې ویرتزبرګ کې د دوشنبې په ورځ څلور کسان ټپیان کړل، غوښتل په افغانستان کې د یوه وژل شوي ملګري غچ واخلي.

دغه بریدګر په ریل ګاډي کې له برید لږ وروسته پولیسو په ډزو وواژه.

اسلامي دولت نومي ډلې یوه ویډيو خپره کړې، چې دوی ادعا کوي دغه زلمي پکې له بریده مخکې ګواښونه کړي.

دغه ۱۷ کلن زلمي چې یو کال مخکې جرمني ته په یوازې سر د کډوال په توګه راغلي و، د دوشنبې په ورځ څلور کسان ټپیان کړل، چې د یوه حالت خواشینونکی دی.

په ویډیو کې یو زلمی لیدل کېږي، چې چاقو برېښوي او وايي د ' داعش سرتېری ' دی، چې د یوه ځانمرګي برید لپاره چمتووالی کوي.

ویل کېږي، چې برید ګر د برید پر مهال د تکبیر نارې وهلې.

د دغې ډلې اړوند خپل سرې خبري اژانس وايي دا د یادې ډلې پر ضد اتحاد کې د ګډونکونکو هېوادونو پر ضد ځوابي برید دی.

یو شمېر عیني شاهدانو ځایي رسنیو ته ویلي چې د برید پر مهال بریدګر "د الله اکبر" نارې وهلې.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، یو شمېر عیني شاهدانو ځایي رسنیو ته ویلي چې د برید پر مهال بریدګر "د الله اکبر" نارې وهلې.

دغه برید د فرانسې په نېس ښار کې د لارۍ له هغه بریده څو ورځې وروسته کېږي، چې چلوونکي یې ۸۴ کسان تر لارۍ لاندې کړل او ویې وژل.

اسلامي دولت نومي ډلې ادعا کړې وه، چې هغه برید د دوی یوه غړي کړی.

د جرمني چارواکو له دې مخکې ویلي،د دغه افغان کډوال د اوسېدو خونه کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې په لاس رسم شوی بیرغ موندل شوی.

د بفریا ولایت د کورنیو چارو وزیر یواشیم هیرمن ویلي، اخسنفورټ ښار ته څېرمه د برید کوونکي د اوسېدو خونه کې د (اسلامي دولت) نومې ډلې بیرغ موندل شوی دی.

هیرمن وايي، دا به له وخت وړاندې خبره وي چې وویل شي دغه زلمی برید کوونکی له کومې اسلامپالې ډلې سره تړاو لري یا یې دې په تېر وخت کې اورپکۍ ته مخه کړې وي.

د چین یوې ورځپاڼې ویلي، په چړو وهل شوي یو سپین ږیری او یوه سپین سرې ښځه د او د دوی یوه لور او د هغې ملګری دی.

په لومړنیو رپوټونو کې داسې ویل شوي‌ و چې ګواکې ۲۰ کسان ټپیان شوي‌ دي خو وروسته معلومه شوه چې ۱۴ کسان د شوک له امله تر درملنې لاندې دي.

نوموړی اروپا ته یوازې راغلی و.

پولیس وايي‌ چې بریدګر له اورګاډي‌ وتښتېد، خو افسرانو تعقیب کړ او په ډزو یې وواژه.

د پولیسو په وینا، په اورګاډي کې د تبر او چړې دغه پېښه په ځایي وخت د شپې پر نهو بجو او ۱۵ دقیقو د ورزبورګ تمځای ته له رسېدو څو شېبې وړاندې تر سره شوې.

"مسلخ"

تېر کال، جرمني تر یو میلیون ډېر کډوال ثبت کړل، چې تر ۱۵۰۰۰۰ ډېر پکې افغانان وو، خو سږ کال وروسته تر هغه د کډوالو د ثبت شمېره په پاموړ ډول کمه شوې ده، چې اروپايي ټولنې د کډوالو د مخنیوي پر لارو چارو غور وکړ.

یوه سړي ډي پي اې خبري اژانس ته ویلي، د اورګاډي د ننه هغه ځای چې پېښه پکې رامنځته شوه، د "مسلخ" په څېر ښکارېده.

په برلین کې د بي بي سي خبریال دمین مک ګنیس وايي، اوس جرمني کې د سخت دریځو اسلامپالو له خوا د برید په اړه څېړنې پیل شوې دي.

په تېره مې میاشت کې یو بل بریدګر چې ویل کېږي د "الله اکبر" غږونه یې کول د مونیخ ښار د اورګاډو په یوه تمځای کې یو کس وواژه او ۳ نور یې ټپیان کړل.

له دې برید وروسته هغه د رواني‌ ناروغۍ درملنې لپاره په یوه روغتون کې بستر شوی دی.