'' ملاله یوسفزۍ میلیونره شوه''

ملاله په خپل پلرني ټاټوبي سوات کې د ښوونځي ګاډي کې ناسته وه، چې وسله والو پرې ډزې وکړې

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ملاله په خپل پلرني ټاټوبي سوات کې د ښوونځي ګاډي کې ناسته وه، چې وسله والو پرې ډزې وکړې

د بریتانیا یوې ورځپاڼې لیکلي چې د نوبل سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ کورنۍ د زه ملاله یم کتاب او ویناوو له لارې سلګونه زره پاونډه تر لاسه کړي دي.

رپوټونه وايي، نوموړې له خپل ژوند لیک کتابه چې د خپرولو ټول حقونو یې خوندي دي له مالیې مخکې یو میلیون او ۱۱ زره پونډه ګټلي دي.

د ملالې کورنۍ بي بي سي ته ویلي، چې د دغه کتاب له خپرېدو وروسته دوی د پوهنې ودې په ګډون د خیریه چارو لپاره د نړۍ لر او بر کې تر یوه میلیون ډالرو پورې بسپنه ورکړې.

دوی وايي د دغو پېسو پر مټ په پاکستان کې هم د یو شمېر تعلیمي پروژو چارې روانې دي.

ملاله یوسفزۍ د سالارزی لمټیډ‌ نومي شرکت په ونډو کې برابره شریکه ده.

ملاله څلور کاله مخکې سوات کې د سخت دریځو وسله والو د ډزو ښکار شوه.

د برتانیا ټایمز ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، چې دغه شرکت کې د ملالې پلار ضیاالدین او مور تورپیکۍ هم برابره ونډه لري او تېر اګست میاشت کې د دوی بانکي حساب کې دوه میلیونه شل زره پاونډ موجود وو.

د ملالې مور او پلار په سالارزي شرکت کې برابراه ونډه لري

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ملالې مور او پلار په سالارزي شرکت کې برابراه ونډه لري

د برتانیا سن نومي یوې بلې ورځپاڼې ادعا کړې، چې د دوی شرکت به راتلونکي کال اوږدو کې پر خپل عاید دوه سوه زره پوڼډه مالیه ورکړي.

د ډیلي مېل ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، د ملالې زه ملاله یم کتاب چې تېر کال بریتانیا کې چاپ شو، تر اوسه یې ۱۸ سوه زره ټوکه پلورل شوي دي.

ملاله په خپل پلرني ټاټوبي سوات کې د ښوونځي ګاډي کې ناسته وه، چې وسله والو پرې ډزې وکړې.

نوموړې له هغې پېښې مخکې بي بي سي ته یادښتونه لیکل. دغو یادښتونو کې نوموړې په سوات کې د وسله والو طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ولس او مېرمنو د حقونو او زده کړو حال لیکه.

بریتانیا کې له درملنې وروسته د ملګرو ملتونو په شمول د نړۍ په بېلو سیمو کې د زده کړو حقونو په هکله د خبرو پر مهال ملاله ډېره وستایله شوه.

د ملالې خدمتونو له کبله ۲۰۱۴ کال کې هغې ته په شریکه د سولې نوبل جایزه ورکړله شوه، چې له کبله یې ملاله د نړۍ تر ټولو کم عمره نوبل جایزه تر لاسه کونکې شخصیت شوه.