د دالاس لاریون کې پنځه پوليس وژل شوي

د امریکا ټکساس ایالت په دالاس ښار کې پولیسو ویلي، د پنجشنبې شپې د مظاهرو پرمهال ډزې شوې چې پنځه پولیس افسران پکې وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. دغه مظاهرې د پولیسو له خوا د دوو تورپوستو سړو د وژل کېدو په غبرګون کې شوي.

له ډزو وروسته، د برید کوونکو د موندلو پراخ عملیات پیل شوي. پولیسو سیمې ته ګڼ موټر او سرتېري استولي، چې ویل کېږي د دالاس د ښار په اسمان کې چولکې هم چورلېدې.

پولیسو وسله وال د موټرو تمځي کې ایسار کړي، چې ویل کېږي یوه برید کوونکي ځان هم ویشتلی دی.

امنیتي ځواکونو د ښار منځې د ممکنه ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو د موندلو عملیات پیل کړي.

پولیسو مشکوک سړي ته نژدې د یوې ښځې په ګډون درې کسان نیولي دي.

پولیس وايي، د ځینو ټپي پولیسو وضعیت ناوړه دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د پنځو پولیسو وژل کېدل غندلي او دغه بې رحمانه برید یې له کرکې ډک ګڼلی دی.

د دالاس د پولیسو مشر ډېوېډ براون په ټکساس ایالت کې اعلان وکړ، چې د مظاهرو په لړ کې ډزې شوې.

دغه مظاهرې د امریکا په مینه سوتا او لویزیانا ایالتونو کې د پولیسو له خوا د دوو تور پوستو سړو د وژل کېدو په غبرګون کې په دالاس ښار کې شوې دي.

ډزې په سیمه کې د امنیت ساتلو پر ګومارل شویو پولیسو شوې دي.

ښاغلی براون زیاتوي، ښکاري چې دوو کسانو ډزې کړې چې اوس یې پولیس په لټه کې دي.

ډېوېډ براون وايي، همدا دوه کسان د ډزو عاملین دي.

روغتون کې یو پولیس

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح،

روغتون کې یو پولیس

د پېښې سیمې ته د پولیسو لسګونه موټر تللي دي.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح،

د پېښې سیمې ته د پولیسو لسګونه موټر تللي دي.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس وايي، خلک د دالاس مرکز ته څېرمه په واټونو په مظاهرو بوخت وو، چې د شپنې نژدې ۸:۴۵ بجې د ډزو غږونه واورېدل شول.

د پېښې لومړنۍ وېډیوګانې ښیي چې دوه پولیس د واټ پر سر لوېدلي ښکاري.

یاده شبکه د یوه مظاهره کوونکي له خولې وايي "د یوه بام له سره ډزې وشوې".

عیني شاهدانو ویلي، دوی تر ۱۰ ډېرې ډزې واورېدې. په سیمه کې ځینو موجودو کسانو ویلي، داسې نه ښکاري چې د ډزو هدف یې یوازې پولیس وو.

د پېښې سیمې ته د پولیسو لسګونه موټر تللي دي.

د ډزو له ځایه لاریون کوونکي د تېښتې په حالت کې دي

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح،

د ډزو له ځایه لاریون کوونکي د تېښتې په حالت کې دي