د امریکا هوايي برید "د سوریې لسګونه پوځيان وژلي"

د امریکا په مشرۍ ایتلاف منلې چې د سوریې ختیځ کې یې هوايي برید کړی. د روسیې پوځ ویلي، په برید کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې ضد د سوریې ۶۲ پوځيان وژل شوي دي.

امریکا ویلي، دا برید په تېروتنې شوی او په دیرالزور کې یې هغه مهال برید ونه کړ، چې ګني هلته د سوریې پوځيان دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په برید کې د سوریې په تړاو د امریکا – روسیې هوکړه ګواښل شوې ده.

روسیه وايي، دا برید له "اسلامي دولت" نومې ډله سره پرمختګ کې مرسته کوي. روسیې وړاندې هم ویلي وو چې سوریه کې اوسنی اوربند د ماتېدو په حال کې دی او مسؤولیت یې د امریکا پر غاړه دی.

روسي چارواکو خبرداری ورکړی چې په سوریه کې وضعیت کړکېچن دی. حکومت مخالفو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر حکومتي ځواکونو ۵۵ بریدونه کړي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

روسي چارواکو خبرداری ورکړی چې په سوریه کې وضعیت کړکېچن دی. حکومت مخالفو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر حکومتي ځواکونو ۵۵ بریدونه کړي

د سوریې پوځ وايي، نړیوال ایتلاف د دیرالزور پوځي هوايي ډګر ته څېرمه په "جبل ثرده" کې د دوی مرکز په نښه کړی.

د امریکا د مرکزي قوماندې په یوه ویناپاڼه کې ویل شوي، ایتلاف د "اسلامي دولت" نومې ډله په نښه کړې، خو بریدونه "هغه مهال ودرول شول چې یوه روسي چارواکي ایتلاف ته وویل، په برید کې د سوریې د پوځ اړوند ګاډي او پوځيان په نښه شوي."

په ویناپاڼه کې دا هم راغلي چې "د ګډو هوايي عملیاتو مرکز، روسیه په دغه برید خبره کړې وه."

د سوریې رسمي خبري اژانس (سانا) ویلي، په برید کې "مرګ ژوبله او ویجاړي رامنځ ته شوې ده."

دیرالزور کې د 'اسلامي دولت' نومې ډلې جنګیالي د سوري ځواکونو پروړاندې جنګېږي

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح،

دیرالزور کې د 'اسلامي دولت' نومې ډلې جنګیالي د سوري ځواکونو پروړاندې جنګېږي

پر دیر الزور روسي جنګي الوتکو څو ځلې بمونه غورځولي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح،

پر دیر الزور روسي جنګي الوتکو څو ځلې بمونه غورځولي

د سوریې د پوځ قوماندې ویلي، دا پېښه پر سوریې "بربنډ تېری" دی:

"دې بمبارۍ داعش ته د پرمختګ لاره هواره کړه."

د سوریې د بشري حقونو د څار بریتانیا مېشتې ډلې د اټکل له مخې، په برید کې لږترلږه ۸۰ کسان وژل شوي.

د روسیې د دفاع وزارت وړاندې ویلي وو، د امرکیا بریدونه نه یوازې تېروتنه ده، بلکې له دې کبله ده چې له مسکو سره واشنګټن په لوی لاس پوځي همغږي ردوي."

روسي چارواکو خبرداری ورکړی چې په سوریه کې وضعیت کړکېچن دی. حکومت مخالفو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر حکومتي ځواکونو ۵۵ بریدونه کړي چې لږترلږه ۱۲ ولسي وګړي پکې وژل شوي دي.

امریکا ویلي، که څه هم د دواړو غاړو له خوا سرغړونې شته، خو تر ډېره د اوربند هوکړه دوام لري.

روسي جنرال ویکټور بوزنیخیر پر واشنګټن تور پورې کړی، چې ګني د اوربند د هوکړې په تړاو ژمن نه دی او که اوربند مات شي، پړه به یې د واشنګټن پرغاړه وي.

بوزنیخیر زیاتوي: "امریکا او نورې منځلارې ډلې د ژنیوا د هوکړې په چوکاټ کې پر یوه خوله نه دي."

په هوکړه لیک کې راغلي چې مخالف وسله وال به له جهادي ډلو ځانونه بېلوي.

په سوریه کې د بشار الاسد د ملاتړې روسیې او امریکا - چې د حکومت مخالفو ډلو ملا تړي - ترمنځ له هوکړې وروسته د تېرې دوشنبې په ورځ د اوربند عملي کېدل پیل شوي دي.