سیګار: د امریکا بېغورۍ افغانستان کې اداري فساد زیات کړ
د افغانستان پر بیا رغونه د څار امریکايي اداره(سیګار) وايي، په دغه هیواد کې د اداري فساد د پراختیا یو مهم لامل د امریکا بېغوري او د سم څار نشتوالی و.
دغې ادارې په خپل یوه نوي رپوټ کې ویلي، امریکا افغانستان ته په تېره یوه نیمه لسیزه کې لسګونه میلیارده ډالر استولي خو دا پیسې په داسې ډول لګول شوې، چې د اداري فساد له لارې د تاوتریخوالي د زیاتولو لامل شوې دي.
رپوټ وایي، متحده ایالتونو له نومبدو ځواکمنو کسانو سره د ملګرتیا او هغوی ته د قراردادونو د ورکړې له امله هغوی هم هغسې معاف پاتې او فساد ته لار اواره شوې.
افغان ولسمشر اشرف غني هم په دې باور دی چې مختلف لاملونه په افغانستان کې د اداري فساد زیاتېدلو او پراخېلو ته لار برابره کړې، چې یو هم په لوېدیځو هیوادونو کې د نشه يي توکو ناقانونه غوښتنه ده.
نوموړي په روان کال کې په لندن کې د فساد په وړاندې نړیواله سرمشریزه کې د ګډون پر مهال هم وویل چې افغانستان د فساد ورکولو په برخه کې هڅو ته ژمن دی، خو په تړاو د نړیوالې ټولنې همکارۍ ته اړتیا لري.
د ولسمشر غني له دې څرګندونو مخکې د کوربه هیواد لومړي وزیر ډیویډ کامیرون ویلي و، افغانستان او نایجریا ډېر "فاسد" هیوادونه دي.
د افغانستان پر بیا رغونې د څار امریکايي ادارې په رپوټ کې راغلي، د فساد له لارې تر لاسه شوو پیسو اورپکۍ ته وده ورکړې او د قانون د پلي کېدو مخ یې ډپ کړی دی.
د دې رپوټ له مخې، خلکو طالبانو ته د دې لپاره مخه کړې چې د هغه دولت په مخالفه لیکه کې ودرېږي چې ترې تنګ شوي.
رپوټ وایي، نومبدو سیاست کې ښکېلو ډلو ټپلو د جنایتکارو ډلو ملاتړ کړی، د دغو ډلو جنایتونو او فساد بیا نا امني خپره کړې چې د دې ټولو لاملونو یو ځای کېدلو، د دولت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی او خلکو پر دولت خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی.
د سیګار رپوټ زیاتوي، پر امریکايي قراردادونو د کمزوري څار له وجې د افغانستان بیارغونې ته په میلیونونو ډالره بېلې شوې پیسې هسې ضایع شوې.
بله خوا افغان دولت دومره د له فساده ډګو شبکو په منګولو کې ایسار پاتې دی چې له منځه وړل یې داسې دي لکه پخپله د دولت ډېرې مهمې ستنې چې ړنګې کړې.
سیګار په خپل رپوټ کې اشاره کوي چې د امریکا د متحده ایالتونو د تګلارو یوه برخه د افغان چارواکو په مفسدولو لګیا وه او بله یې په دې چې څرنګه وکړی شي د فساد رېښې وباسي.
د افغانستان پر بیا رغونې د څار امریکايي ادارې رپوټ په ښکاره هغه مسلې راسپړلې چې له کلونو راهیسې افغانان ترې سر ټکوي او رسنۍ یې وخت نا وخته راسپړي.
په رپوټ کې دا هم ویل شوي، د افغانستان اوسنۍ ستونزې چې فساد، بي ثباتي، د وسله والو او قدرت کې ښکېلو ډلو ناقانونه کړنې دي، دا ټول له یوه بل سره داسې تړلي چې له منځه وړل یې ټول نظام ګواښولی شي.