اوباما د افریقايي امریکایانو موزیم پرانیست
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د لومړني تورپوستي ولسمشر په توګه په واشنګټن ډي سي کې د افريقايي امریکايانو تاریخ موزيم رسماً پرانیست. دا موزيم ۵۴۰ ميلیونه ډالره شاوخوا ارزښت لري.
بارک اوباما د دغه موزيم په پرانیست غونډه کې وويل، دا موزیم د ''ازادۍ په لوري د ګډ سفر'' ښکارندويي کوي:
''دا ملي موزيم موږ ته دا بډایه کيسه کوي چې څوک يو، د ولسمشر په ژوند مو هم ښه پوهوي خو د غلام د ژوند کيسه هم راته کوي.''
دا موزیم چې بریتانیايي انجینر ډېوېډ ادجایا ډیزاین کړی، د واشنګټن نېشنل مال تفریح ځای کې دی.
د موزیم پرانیست غونډې ته د امریکا مخکینی ولسمشر جورج ډبلیو بوش هم ورغلی و، چې نوموړي په ۲۰۰۳ کال ددغه موزیم د جوړېدو د هوکړې تړون لاسلیک کړی و.
اوباما وویل: ''دلته زموږ راتګ زموږ د پیاوړتیا پر اغېز دلالت کوي.''
ده وویل: ''د دغه موزیم پرانیستل دا نه ثابتوي چې ګنې امریکا یو نمونوي هېواد دی، خو هغه اندونه ثباتوي چې امریکا پرې ولاړه ده، هغه دا چې دا هېواد د بدلون او پاڅون له رحم نه زیږېدلی دی، زموږ د ولس پاڅون تر دې هم ښه کېدای شي.''
جورج ډبلیو بوش او د هغه مېرمنې لورا بوش هم ویناوې وکړې، بیا مشهور سندرغاړي سټیفي ونډر هم سندره وویله.
وروسته اوباما د موزیم پرانیستلو په پار، په امریکا کې د تورپوستو وګړو تر ټولو له درناوي ډکې کلیسا زنګ وکړنګاوه.
په دې موزیم کې ۳۶ ټوټې اېښودل شوې، چې د افریقايي غلامانو د اخیستو مقابل کې ورکړل شوي توکي هم پکې دي. یو پکې د اورګاډي هغه خونه ده چې په شلمه پېړۍ کې د تورپوستانو لپاره ځانګړې شوې وه.
موزیم کې یو سور کاډیلاک موټر هم دی چې د وتلي سمندرغاړي چاک بیري ملکیت و.