کلېنټن او ټرمپ د خپلې روغتیا رپوټ ور کړ
د امریکا راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته جمهوريپال نوماند ډونالډ ټرمپ په یوه تلوېزیوني پروګرام کې خپل طبي معلومات وړاندې کړي، په دا مهال د هغه د سیالې هېلري کلېنټن ډاکټر هم وايي، چې اغلې د ولسمشرۍ لپاره "مناسبه او سالمه" ده.
د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته د دوو مهمو ګوندونو دا نوماند او نومانده د کلونو له مخې خورا ډېر عمر لري، چې تراوسه دې څوکۍ ته نوماندیږي.
دوی په تېرو میاشتو کې تر فشار لاندې و، چې د روغتیايي وضعیت معلومات د امریکا له عامه فکرونو سره شریک کړي.
ښاغلی ټرمپ دوه میاشتې مخکې ۷۰ کلن شو او اغلې کلېنټن هم یوه نیمه میاشت وروسته ۶۹ کلنه کیږي.
خو په دې برخه کې له یکشنبې راهیسې بحثونه ځکه زیات شول، چې په یوه عمومي پروګرام کې د هېلري کلېنټن حال خراب شو.
هغې چې د ۱۱ سپټمبر د قربانیانو په یاد مراسمو کې په نیویارک ښار کې ګډون کړی و، ناڅاپه له غونډې ووتله.
لږ وروسته داسې تصویرونه خپاره شول، چې ښوول یې کلېنټن په خپلو پښو درېدلی نه شوه او ساتونکو یې موټر ته پورته کوله.
څه شیبه وروسته هغه د خپلې لور له اپارتمان بهر را ووتله او ویې ویل روغه ده.
په لومړیو کې د هېلري کلېنټن ټاکنیز مرکز وویل، چې هغه جل (ګرمي) وهلې وه، خو وروسته د هغې ډاکټر وویل، مېرمن کلېنټن نمونیا نیولې او انټي بیاټیک درمل کاروي چې له امله یې د بدن اوبه کمې شوې او په دې ډول جل وهلې ده.
اوس د هېلري کلېنټن مرکز وايي، د اغلې کلېنټن ډاکټر د هغې د روغتیا له بشپړې ارځونې وروسته نوموړې"طبیعي" او "ښه روحي وضعیت" کې بللې ده.
ډاکټر لیزا برډک ویلي، مېرمن کلېنټن "په انټي بیاټیک درملو او ارام کولو سره مخ په ښه کېدلو ده."
د هغې مرستیالانو هم ویلې چې له پنجشنبې ورځې به بیا ټاکنیزې منډې ترړې پیل کړي.
له بلې خوا په دې ټاکنو کې جمهوريپال نوماند ډونالډ ټرمپ چې په دې وروستیو کې یې خپله سیاله هېلري کېلنټن د روغتیايي وضعیت په برخه کې په ځان تېرولو تورنه کړې وه، په یوه طبي تلوېزیوني پروګرام کې د خپلې روغتیا په هکله معلومات ور کړل.
دا پروګرام د پنجشنبې په ورځ خپریږي او د ښاغلی ټرمپ ټاکنیز مرکز تراوسه په دې تړاو ویل شوي جزیات نه دي ویلي.
خو دا رپوټ شوې چې د ډونالډ ټرمپ وزن ډېر دی او د ګلسټرول او د وینې فشار مهارولو لپاره استاتین درمل کاروي.