هند افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرسته اعلان کړه

د چهارشنبې په ورځ د هند پلازمېنه ډیلي کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او هندي لومړي وزیر نرېندرا مودي له لیدنې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې د ترهګرو پر ضد باید له توپیر پرته مبارزه وشي، ځکه وايي د ترهګرو له کبله سیمه کې سوله او ثبات له خطر سره مخامخ دي.

لومړي وزیر نرېندر مودي د 'یو موټي، جمهوري، خپلواک، سوله ییز او سوکاله ' افغانستان لپاره د خپلو مرستو ژمنه تکرار کړه او د بېلو پلانونو لپاره یې د نژدې یو میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

د سفر په ترڅ کې ولسمشر غني له لومړي وزیر نرېندر مودي سره پر اقتصادي مرستې او ترهګرۍ ضد مبارزې سربېره پر مختلفو مسلو خبرې وکړې.

هند ته د افغان ولسمشر د سفر اصلي موخه اقتصادي همکاري ګڼل شوې.

د ولسمشر یو ویاند دواخان مینه پال وايي، د ولسمشر غني د سفر اصلي موخه له افغانستان سره د هند د پروژو او مرستو د دویم پړاو پیلول دي.

نوموړي زیاتوي دواړه مشران به په مختلفو برخو کې د خپلمنځي اړیکو د لا پیاوړتیا پر لارو چارو هم بحث وکړي.

''ترهګري تر ټولو جدي خطر دی''

ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې دواړو مشرانو په هره کچه د خپلمنځي سلا مشورو په تړاو خوښي څرګنده کړه

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې دواړو مشرانو په هره کچه د خپلمنځي سلا مشورو په تړاو خوښي څرګنده کړه

په لیدنه کې له هر ډول ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې ټینګار شوی او د کوم هېواد له نوم یادولو پرته ویل شوي، چې '' هغه ټول چې افغانستان او هند په نښه کوي، د ترهګرۍ ملاتړ کوي، له هغوی سره همکاري کوي، او هغوی ته پټنځاینو چمتو کوي باید له دغو کړنو لاس پر سر شي.''

افغانستان او هند وايي، سیمه کې سولې او ټیکاو ته تر ټولو لوی خطر له هغو دی، چې د خپلو سیاسي هدفونو لپاره د ترهګرۍ ملاتړ کوي.

په خپرې شوې ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې دواړو مشرانو د '' سیاسي هدفونو لپاره د ترهګرۍ او زور زیاتي په پرلپسې استعمال '' خواشیني څرګنده کړه. دواړو مشرانو ومنله چې '' دغه ستونزه د سیمې سولې او ټیکاو پر وړاندې تر ټولو لویه ستونزه ده ''

لومړي وزیر نرېندر مودي د ( یو موټی، جمهوري، خپلواک، سوله ییز او سوکاله ) افغانستان لپاره د خپلو مرستو ژمنه تکرار کړه او د بېلو پلانونو لپاره یې د نژدې یو میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، لومړي وزیر نرېندر مودي د ( یو موټی، جمهوري، خپلواک، سوله ییز او سوکاله ) افغانستان لپاره د خپلو مرستو ژمنه تکرار کړه او د بېلو پلانونو لپاره یې د نژدې یو میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه

له ولسمشر سره په دې سفر کې د اقتصاد او مالیې وزیران او نورو لوړپوړي چارواکي هم ګډون لري.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند وکاس سوروپ په ټویټر پیغام کې لیکلي، چې لومړي وزیر نرېندرا مودي هند د ولسمشر غني د دویم رسمي سفر پر مهال د هغه هرکلی وکړ.

ښاغلي سوروپ دغه سفر د هند او افغانستان تر منځ ' مخ پر ودې ' دوستي بللې.

اعلامیه کې ویل شوي، چې دواړو مشرانو په هره کچه د خپلمنځي سلا مشورو په تړاو خوښي څرګنده کړه، چې وايي له کبله یې د دواړو هېوادونو تر منځ ستراتیژیک ګډون او هر اړخیزې همکارۍ ته لاره هواره شوې.

دواړو مشرانو د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتیژیکې همکارۍ د تړون سره سم له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې او دفاعي همکارۍ ژمنه وکړه.