نړیوالو رسنیو کې د حکومت او حزب اسلامي د هوکړې په اړه غبرګون
د نړۍ ډېرو ورځپاڼو افغانستان کې د دولت او حزب اسلامي تر منځ پر پرونۍ هوکړې ليکنې کړې- ځينو دا د دغه هېواد اوسني وضعيت ته په پام کې نيولو سره مناسب ګام بللی خو ځينو نورو بيا د مجاهدینو خپل منځيو جګړو ته اشاره کړې او اندېښنه يې څرګنده کړې.
نيويارک ټايمز ورځپاڼې دې ته اشاره کړې، که څه هم ګلبدين حکمتيار د امريکا د متحده ايالتونو له خوا "نړيوال ترهګر" بلل شوی و اوس چې له افغان دولت سره هوکړې ته کېناست هرکلی يې کېږي.
ورځپاڼه ليکي په داسې حال کې چې د ولسمشر غني او اجراييه رييس عبدالله عبدالله تر منځ د واک پر وېش کړکېچ جدي دی - د ښاغلي حکمتيار د باندې ساتل دولت بې ثباته کولی شوی.
د حکومت او حزب اسلامي هوکړه
واشنګټن پوسټ د بشري حقونو د هغو کورنيو او نړيوالو بنسټونو نيوکې مطرح کړې چې ګلبدين حکمتيار يو ظالم مشر او کابل کې د مجاهدينو د جګړو پر مهال د کابل د ويجاړۍ يو له مسولینو بولي.
ورځپاڼه ليکي کابل کې د امريکا سفارت پرته له دې يې پخوا د "ترهګر" په نامه د ښاغلي حکمتيار يادولو ته اشاره وکړي د سولې د راوستلو د هڅو هرکتلی يې کړی.
د بريتانيا ګارډين ورځپاڼې بيا خپل سرلیک د بشري حقونو د څار ادارې د وينا پر بنسټ لیکلي "د "کابل قصاب" د افغان سولې په جوړجاړي کې وبښل شو"
ورځپاڼه ليکي سره له دې چې ګلبدين حکمتيار د ډېرو بريدونو او وژنو مسول بلل کېږي خو د سولې هوکړه ليک دی له دې ټولو مسوليتونو معاف کولی شي.
دغه مطلب کې پر بشري حقونو د څار ادارې اندېښنه لیکل شوې چې وايي د ښاغلي حکمتيار له بښلو سره نورو هغو ټولو ته لاره هوارېږي چې په ورته کړنو تورن دي.
بله خوا ورځپاڼې دې ته هم کتنه کړې چې د افغانستان اوسنيو شرايطو کې همدا صلاح ده.
د ورځپاڼې په شننه – د عامو خلکو په نظرونو کې دا هم مهمه ده چې د کابل جګړه کې څوک د چا تر خوا ولاړ وو.
- له حزب اسلامي سره هوکړه به پر سولې څه اغیز ولري؟پر فسیبوک ستاسې ويډیويي بحث
- د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د هوکړه لیک نوې مسوده
اسراییل او فلسطین
بريتانيا کې چاپېدونکې ډېلي مېل ورځپاڼې د اسراييلو د لومړي وزير نتنياهو پر بلنې ليکنه کړې چې د فلسطين له ولسمشره يې غوښتي د اسراييلو پارلمان ته وينا وکړي.
ورځپاڼه ليکي سره له دې چې کله چې دواړو ولسمشرانو د خپلو هېوادونو د حقونو او ستونزو پر سر د ملګرو ملتونو غونډې کې خبرې کولې يو بل يې ګرم بلل خو د خبرو اترو لپاره دروازه د دواړو له خوا پرانيستې ده.
پاکستان او نواز شریف
همدا ورځپاڼه د ملګرو ملتونو غونډې کې د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف دې نيوکې ته اشاره کړې چې وايي نړۍ د جنوبي اسيا ستونزې له پامه غورځوي.
ښاغلي شريف د هند د اتومي وسلې او له هند سره د پاکستان په ستونزو غږېدلی او په دې ډول يې د ورځپاڼې په ليکنه خپل پوځي خوځښتونه يوه اړتيا بللې.