ولسمشر غني د امنیه قومندان زړور په جنازه کې ګډون وکړ

ولسمشر وویل دښمنان باید داسې فکر و نه کړي، چې زړور یې له موږ واخیست، زموږ ټول امنیتي ځواکونه زړور دي

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ولسمشر وویل دښمنان باید داسې فکر و نه کړي، چې زړور یې له موږ واخیست، زموږ ټول امنیتي ځواکونه زړور دي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن (سه شنبه د سپتمبر ۱۳ مه) د ننګرهار وژل شوي امنیه قومندان زړور زاهد په جنازه کې ګډون وکړ او خپله یې اوږه ورکړه.

زړور زاهد د اختر په شپه د ننګرهار په یوه نا ارامې ولسوالۍ حصارک کې د سړک د غاړې په یوې بمي چاودنه کې ووژل شو.

ولسمشر غني د جنازې مراسمو کې وویل "دغه جګړه پر موږ تپل شوې ده، دښمنان باید داسې فکر و نه کړي، چې زړور یې له موږ واخیست، زموږ ټول امنیتي ځواکونه زړور دي."

د ننګرهار وژل شوي امنیې قومندان زړور زاهد ۴۱ کلونه عمر درلود.

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، د ننګرهار وژل شوي امنیې قومندان زړور زاهد ۴۱ کلونه عمر درلود.

ولسمشر زیاته کړه "زه باوري یم، چې دغه هېواد کې به د شهیدانو د وینو په برکت ټیکاو راځي".

د جنازې په مراسمو کې چې کابل کې تر سره شول، د ولسمشر تر څنګ د کابینې یو شمیر غړو، د ملي شورا وکیلانو او سلګونو خلکو برخه اخیستې وه.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال بي بي سي ته وویل په جنازه کې د ولسمشر د ګډون معانا داوه چې نوموړی په ټينګه سره د خپلو امنیتي ځواکونو تر شا ولاړ دی.

د ننګرهار وژل شوي امنیې قومندان زړور زاهد ۴۱ کلونه عمر درلود، چې له دې یې ۲۳ کلونه د افغان پولیسو په کرښو کې دنده سرته رسولې وه.

مخکې تر هغې چې نوموړې د ننګرهار د پولیسو مشر وټاکل شي، د میدان وردګو او غزني ولایتونو امنیه قومندان په توګه یې هم دنده تر سره کړې وه.

زړور تر دې وړاندې د میدان وردګو او غزني ولایتونو امنیه قومندان په توګه کار کړی و

د عکس سرچینه، Zarawar Zahid

د عکس تشریح، زړور تر دې وړاندې د میدان وردګو او غزني ولایتونو امنیه قومندان په توګه کار کړی و