مکرون او لپېن د فرانسې ولسمشريزو ټاکنو لومړی پړاو وګاټه

د فرانسې ټاکنې

د عکس سرچینه، AFP/EPA

د عکس تشریح، د دغه پايلو له مخې به منځلاری اېمنول مکرون او ښي اړخې مارين لپين به د ټاکنو دوهم پړاو ته لاړ شي

د لومړيو پایلو له مخې اېمنويل مکرون د ۲۳ سلونو رايو په ګټلو تر ټولو مخکې دی. مارين لپېن د ۲۲ سلنو رايو په ګټلو په ډېر لږ توپير سره په دوهم نبمر ده.

د دغه پايلو له مخې به منځلاری اېمنول مکرون او ښي اړخې مارين لپين د ټاکنو دوهم پړاو ته لاړ شي.

د فرانسې د قانون له مخې که د ټاکنو په لومړي پړاو کې ګټونکی معلوم نشي، بايد دوه هغه کانديدان چې ډېرې رايې يې ګټلې وي له يو بل سره په دوهم پړاو کې سيالي وکړي.

په دغو ټاکنو کې ۱۱ کانديدانو برخه اخيستې وه چې له دوی څخه فرانسوا فېلون او ژان لوک ملنشون شاوخوا ۱۹ سلنې رايې خپلې کړې دي.

د فرانسې ټاکنې

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د فرانسې د ولسمشرۍ په دغو ټاکنو کې ۱۱ کانديدانو برخه اخيستې وه

اېمنول مکرون چې د اقتصاد پخوانی وزير دی او د فرانسې له اوسني ولسمشر فرانسوا اولاند سره ښې اړيکي لري د دې هېواد په ښاري سيمو کې ډېر پلويان لري.

بله خوا، مارين لپېن چې د کډوالۍ پر ضد ده او غواړي فرانسه له اروپايي ټولنې ووځي د هېواد په صنعتي سيمو کې يې پلویان زيات دي.

پاریس او د فرانسې نورو ښارونو کې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د رایه ورکونې مرکزونو پرانستل کېدو سره د ولسمشریزو ټاکنو لومړي پړاو ټاکنې پای ته ورسېدې.

د فرانسې پوليس

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES

د عکس تشریح، تر ۵۰ زرو ډېر پولیس او د پوځ ۷۰۰۰ سرتېري په ټوله فرانسه کې د امنیت ټینګولو لپاره په دندو ګومارل شوي دي.

تېره ورځ (شنبه، اپرېل ۲۲مه) تر یو میلیون ډېرو فرانسویانو چې له هېواده بهر اوسېږي خپله رایه کارولې وه.

ورته وخت کې پاریس او د فرانسې ډېرو مهمو ښارونو انتظامي او امنیتي مامورین لیدل کېږي.

تر ۵۰ زرو ډېر پولیس او د پوځ ۷۰۰۰ سرتېري په ټوله فرانسه کې د امنیت ټینګولو لپاره په دندو ګومارل شوي دي.