د مشال خان په وژنه کې دوه نور تورن کسان نيول شوي

مردان

د عکس سرچینه، DPO MARDAN

د عکس تشریح، پوليسو د مشال خان د وژلو په تړاو تېره ورځ هم دوه تنه نيولي وو چې له مخې يې د نيول شويو کسانو شمېر له ۳۰ تنو اوښتی دی.

د خيبرپښتونخوا د مرادن سيمې د پوليسو يو مشر وايي، د عبدالولي خان پوهنتون زده کوونکي مشال خان د وژنې پېښه کې يې دوه مهم تورن کسان نيولي دي.

د مردان د پولیسو مشر ډاکتر ميا سعيد وايي، پر بلال بخش تور دی چې له پلټنې پرته يې د مشال خان او د ده د ملګرو د وژلو نارې يې وهلې وې.

مشال خان د روانې مياشتې پر ۱۳ نېټه د يو شمېر محصلينو له خوا په دې تور ووژل شو چې ګواکې پر خواله رسنيو يې اسلام ته سپکاوی کړی و.

د پښتونخوا امنيتي چارواکي وايي، تراوسه يې داسې هېڅ شواهد نه دي موندلي، چې ګواکې دغه ځوان مشال خان په رښتيا دین ته سپکاوی کړی.

د مردان د پوليسو مشر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، تورن کس بلال بخش کمپيوټرکار و او د پوهنتون چارواکو د دروازو د امنيت مسول ټاکلی و.

د خبرپاڼې له مخې دوهم تورن کس عامر چې د تنګي پوهنتون زده کوونکی دی د ويډيو په مرسته پېژندل شوی دی.

مشال خان

د عکس سرچینه، FACEBOOK

د عکس تشریح، مشال خان د روانې مياشتې پر ۱۳ نېټه د يو شمېر محصلينو له خوا په دې تور ووژل شو چې ګواکې پر خواله رسنيو يې اسلام ته سپکاوی کړی و.

د ميا سعيد په وينا، په ويډیو کې ښکاري چې دغه تورن کس د مشال خان د جسد بې حرمتي کوي او سخت يې وهي.

پوليسو د مشال خان د وژلو په تړاو شنبې (۲۲ اپرېل) هم دوه تنه نيولي وو چې له مخې يې د نيول شويو کسانو شمېر له ۳۰ تنو اوښتی دی.

په دغه نوې ويډيو کې يو شمېر نور کسان هم ښکاري او ويل کېږي چې د دوی پلټنه هم روانه ده. دا ويډيو د مشال له وژلو وړاندې اخيستل شوې او د ويډيو په پای کې يو تن وايي موبايل بند کړه او وروسته ويډيو بندېږي.