ډان: پاکستان د کابل - پېښور لویې لارې رغولو کې د نړیوال بانک مرسته غوښتې

  • سمیع الله موسی‌زی
  • بي بي سي، لندن

ډان:

تورخم

د عکس سرچینه، AFP

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان په یوه راپور کې ویلي چې د دغه هېواد د مالیې وزیر اسحاق ډار په واشنګټن کې د نړیوال بانک له چارواکو سره د کابل - پېښور د نوې لویې لارې د رغولو د مالي ملاتړ غوښتنه کړې ده.

ورځپاڼه زیاتوي ښاغلي ډار د نړیوال بانک له لوړ پوړو چارواکو غوښتنه کړې چې په افغانستان او پاکستان کې د ورته ګډو پروژو مالي ملاتړ وکړي.

ډان په واشنګټن کې د پاکستان سفارت د خبرپاڼې په حواله لیکلي چې د نړېوال بانک چارواکو د کابل - پېښور د لویې لارې رغولو د مالي ملاتړ خبره په اصولو کې منلې ده. ورځپاڼه زیاتوي دغه لار نه یواځې کابل او پېښور سره نښلوي بلکې د منځنۍ اسیا لاره هم ده.

نیویارک ټایمز:

بلخ

د عکس سرچینه، AFP

امریکايۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز په بلخ کې د ملي پوځ پر مرکز د برید په اړه لیکي چې دغه برید له طالبانو سره په جګړه کې د ډاډ د نشتوالي ستونزه نوره هم زیاتوي.

ورځپاڼې ویلي، په دغه برید کې اکثره وژل سرتیري هغه کسان و چې په دې وروستیو کې له ملي پوځ سره یو ځای شوي و.

د ورځپاڼې په باور د دغه برید هدف دا و چې د افغانستان د پوځ سرتیرو کې د جګړې روحیه زیانمنه کړي، هغه ځواکونه چې د ورځپاڼې په وینا له نورو ستونزو سره لکه فساد او کمزوری مشرتابه سره لا له وړاندې مخامخ دي.

نیوز:

پاکستانۍ ورځپاڼې نیوز هم په بلخ کې د شاهین ۲۰۹ قول اردو پر سرتیرو برید په اړه یوه مطلب کې ویلي چې دغه ډول بریدونه په افغانستان کې د سولې لپاره کیدونکو هڅو ته زیان اړوي.

ورځپاڼه زیاتوي چې بریدکوونکي په دې ښه پوهیدل چې کوم وخت او کوم ځای ته ولاړ شي چې وکولی شي دولتي سرتېرو ته ډېره مرګ ژوبله واړوي.

ورځپاڼې له دې وروسته د سولې د هڅو په اړه پوښتنه کړې چې د افغانستان دولت دریځ به څه وي؟ د سولې خبرو د بریالیتوب لپاره به هڅو ته دوام ورکړي او کنه کومه بله لاره به غوره کړي.

هندو:

هندۍ ورځپاڼې هندو په یوه مطلب کې لیکي چې اړتیا ده چې د افغانستان ملاتړي هېوادونه د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره زړور او همغږي ګامونه واخلي.

ګارډین:

بلخ

د عکس سرچینه، AFP

ګارډین بریتانوۍ ورځپاڼې افغانستان کې د یو شمېر عامو خلکو خبرې را اخستي چې غوښتنه یې کړې چې د بلخ له برید وروسته باید اړوند حکومتي چارواکي له خپلو دندو لاس په سر شي.

د ورځپاڼې په وینا په بلخ کې د تیرې جمعې ورځې برید او څو اونۍ وړاندې په کابل کې پر روغتون برید د افغانستان حکومت استخباراتي نیمګړتیا په ګوته کوي. د ګارډین په وینا دا دواړه بریدونه ښيي چې په افغانستان کې روانه جګړه څومره خونړۍ او سخته ده.

ډیلي میل:

مدیترانه

د عکس سرچینه، Reuters

بله بریتانوۍ ورځپاڼې ډیلي میل وايي، یوه ایټالوي څارنوال په یو شمیر مرستندونه ټولنو تور لګولی چې په مدیترانې سمندرګي کې له ناقانونه کډوالو د قاچاق وړونکو سره په همغږۍ مرسته کوي.