خوست کې د نجونو بدل

د بدل زیاتره وادونو د شخصي دښمنیو، د کورني تاوتریخوالي، وهلو ټکولو او ګڼو ستونزو مور یادیږي.
د عکس تشریح، د بدل زیاتره وادونو د شخصي دښمنیو، د کورني تاوتریخوالي، وهلو ټکولو او ګڼو ستونزو مور یادیږي.

خوست کې له پېړیو راهیسې د بدل ودونه دود او دا لړۍ همداسې روانه ده. بدل واده کې د دوو کورنیو نجونې د یو او بل نارینه وو ته په بدل ودېږي.

د بدل ودونو لاملونه، لوړ ولور، بېوزلې، ناپوهي او ښځو ته د نارینه وو په پرتله په کمه سترګه کتل ښودل کېږي.

خوست کې بدل ودونه توپیرونه لري. کله ناکله د کم عمره نجلۍ او پېغلې بدل کې د کوچنۍ نجلۍ کورنۍ اړه ده، چې مقابلې کورنۍ ته په سلګونو زره پیسې ورکړې او ودول یې هم تر پېغلتوب پورې مهلت ولري.

بل ډول یې که د یوې نجلۍ بدلنۍ په فزیکي لحاظ کمزوري وي نو له روغتیا څخه د برخمنې نجلۍ کورنۍ پر غړو څه اندازه پيسې او ځینې شرایط کېښودلی شي.

د بدل واده تر ټولو مهم اصل دا دی، چې که له یوې نجلۍ سره څه ډول چلند کیږي باید له همغې سره هم همغسې "یعنې سم، ناسم چلند او د ژوند د اسنتیاوو لپاره د یو ډول وسایلو برابرولو" ته پاملرنه وشي.

د خوست یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم او تصویر یې نشر شي بي بي سي ته وویل "زه کورنۍ په بدل واده کړم، زما بدلنۍ او ورینداره مې له مانه تقریبآ ۸ کاله مشره وه. کله چې زه پوهنتون ته بریالی شوم. نو زما لیوره پریکړه وکړه، چې ما خپل ورور ته واده کړې، په داسې حال کې چې زما ورینداره له ما نه څوکاله وړاندې زما وروره ته واده شوي وه. نو زمونږ کورنۍ ډېرې هلې ځلې وکړې، چې زه باید له واده نه وړاندې پوهنځی ولولم خو لیور راباندې د واده کولو ټینګار وکړ".

دا وایي: "دا چې زه په بدل واده شوي وم، نو زموږ کورنۍ ته وویل شول، چې که تاسو موږ ته واده نه برابروئ، نو زموږ خور ته طلاق ورکولای شئ. نو په دې ګواښ او خبرداري سره زما کورنۍ زما د واده تنظیم چارې برابرې او زما پوهنتون لوستل نیمایي کې پاتي او زما د ژوند ټولې خاورې له خاورو او ایرو سره برابرې شوې."

د خوست د مرکز اوسیدونکې شبنم چې شاوخوا نهه کاله وړاندې یې کورنۍ په بدل ورکړي او ورور ته یې واده پرې کړی دی وایي: "پیسې نه وي راسره نو زما له خبرتیا پرته مې مور او پلار تصمیم نیولای و او زه یې په بدل واده کړم."

سپین روان نورزی
د عکس تشریح، په خوست کې د ټولنیزو چارو کارپوه سپین روان نورزی وایي، دغه ولایت کې بدل ودونه ډېر معمول دي.

دا بي بي سي ته د خپلې ستړي او له تاوتریخوالي څخه د ډګ ژوند کيسه کوي.

اغلې شبنم وایي، نه د دې او نه یې د اولادونو د روغتیایي او د ژوند د نورو ستونزو غم د خسرګنۍ له خوا خوړل کېږي.

دا وایي: "زموږ کورنۍ هم زما له بدلنۍ سره د مجبورۍ له مخې دا ډول چلند کوي. پښتو هم مهمه ده، ځکه چې څوک درسره څه ډول چلند کوي همغه شان یې ته باید هم ورسره وکړې."

د بدل زیاتره وادونو د شخصي دښمنیو، د کورني تاوتریخوالي، وهلو ټکولو او ګڼو ستونزو مور یادیږي.

خوست کې د مدني ټولنې غړي وزیره سعادت وايي: "تېره اونۍ تڼیو ولسوالۍ نه یوه ښځه له کوره راوتښتیده په بدل واده شوې وه، د وهلو ټکولو له امله یې د لاسونه او پښو پوستکي شنه او تور وو."

دا وایي، د دغې ښځې بدلنۍ ښه ژوند درلوده خاوند ورسره ښه چلند کوه.

شمیم څانګه
د عکس تشریح، په خوست کې د ځوانانو پرلمان غړې شمیم څانګه وایي، له یوې څېړنیزې ادارې سره یې د ښځو د بدل ودونو برخه کې تحقیقات کړي دي.

سعادت وایي، له کوره راتښتیدلې ښځې دلیل دا و چې: "زما بدلنۍ خوشاله او ښه ژوند لري. د پلار کور ته نه ځي نو زما خاوند هم اجازه نه راکوي، چې خپل کورنۍ لیدو ته لاړه شمه. ځکه خاوند راته ووایه، چې ستا بدلنۍ د پلار کور ته نه ځي ته هم باید لاړه نشي. له کوره مې د وتو هڅه وکړه ویې نیوم، ویې ډبولم په ځینځیر یې وتړلم تورنه شومه، چې له کوره تښتي خو بیا مې موقع پیدا کړه خپلې کورنۍ ته مې ځان ورسولو. داسې چلند راسره کیږي، چې په خوله یې نشم یادولی. "

د خوست د ځاځي میدان یو اوسیدونکی وایي، چې د دوی ولسوالۍ کې د بدل ودونو له امله شخصي دښمنۍ ته لاره هواره شوه.

دی وایي: "زموږ کلي کې به هره ورځ د دوو کورنیو ترمنځ شخړې وي، یوې کورنۍ به یوه بدلنۍ وهله او بلې کورنۍ به د مجبورۍ نه بله وهله. له څه مودې راتیرید وروسته د کورنۍ د یو غړي لخوا د بلې کورنۍ ۳ کسان ووژل شول او تېره میاشت د دغو دریو کسانو قاتل په خوست ښار کې ووژل شو."

په خوست کې د ځوانانو پرلمان غړې شمیم څانګه وایي، له یوې څېړنیزې ادارې سره یې د ښځو د بدل ودونو برخه کې تحقیقات کړي دي.

ده وایي: "په اسمعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ، علیشیرو او تریزیو ولسوالیو سربېره د خوست په مرکز کې ۸ بدل قضایي مې څېړل دي. بدل وادونه په یادو دریو سیمو کې د تېر په پرتله ۳۰ سلنه زیات شوي. د بدل ودونو کې له دواړو خووا سره یو ډول چلند کېږي هغه که بد وي یا ښه".

دا وایي: "موږ یو کلي ته لاړو، د دوو بدلنیو ښځو کیسه مو واوریده، یوه یې ناروغه وه هغه به چې ډاکتر ته تله .نو د بلې کورنۍ روغه به هم په قصدي ډول ډاکتر ته روان وه، چې بیا د کورنیو ترمنځ په دې ستونزه راغله. نه ناروغه او نه روغه بیا ډاکتر ته بیول کیدې."

په خوست کې د ټولنیزو چارو کارپوه سپین روان نورزی وایي، دغه ولایت کې بدل ودونه ډېر معمول دي.

وزیره سعادت
د عکس تشریح، خوست کې د مدني ټولنې غړې وزیره سعادت وايي: "تېره اونۍ تڼیو ولسوالۍ نه یوه ښځه له کوره راوتښتیده په بدل واده شوې وه، د وهلو ټکولو له امله یې د لاسونه او پښو پوستکي شنه او تور وو."

دی وایي، که د چا په کور کې نارینه ماشوم پیدا کیږي نو په وینا یې، د مور او پلار یې بله هیله دا وي، چې راتلونکی اولاد یې لور وي د ده په وینا، بیا زوی ته پرې په بدل واده وکړي.

دی وایي: "خوست کې د کورني تاوتریخوالي ستر لامل بدل وادونه دي. که چیرې ولور ټیټ نشي او خلک یې پرضد مبارزه ونکړې، خلکو ته پوهه ورنکړل شي او ترڅنګ خلک له دیني شعایرو څخ خبر نشي نو امکان نلري، چې دا بد رواج ژر له منځه لاړ شي".

په خوست کې دیني علمانو شورا مشر مولوي شاه محمد وایي: "خوست کې د ښځو زیاتره کورنی تاوتریخوالی د بدل وادونو له امله کیږي".