'میسي - رونالدو په کابل کې'

  • ایمل پسرلی
  • بي‌بي‌سي
.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یوې رسنۍ پخپل اعلان کې ویل نور نو ناپېیلتوب نه شته؛ بارسلونايی یې یا مادریدی

د نړۍ د فوټبال کلبونو یوه له تر ټولو ستره لوبه د ریال مادرید او بارسلونا ترمنځ د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې وه، خو په "افغانستان کې مینه والو پرې سرونه ماتول".

لوبه د کابل پر وخت د ماخوستن په ۱۱ بجو پيل شوې وه او لږ تر لږه څلورو ځايي تلویزیونونو په ژوندۍ بڼه خپروله.

ځایي رسنیو له څو ورځو راهیسې ورته تبلیغ کاوه. یوه تلویزیون ان د لوبې د پایلې په باب ټولپوښتنې کولې او بریالي اټکلوونکي ته یې جایزه ورکوله.

یوه بل تلویزیون د لوبې تر پيل یو ساعت وړاندې د دواړو لوبډلو مینه وال راټول کړي وو او بحث یې پرې کاوه. یوې رسنۍ په خپل اعلان کې ویل نور نو ناپېیلتوب نشته یا به بارسلونايي یې او یا مادریدي.

د خواله په رسنیو کې پروفایل عکسونه د مادرید او بارسلونا په نخښو سینګار شوي وو. له ټوکو د یو بل ځورول او ان پېغورونه وو. ځینو د خپلو موټرو له پایپاکونو رانیولې تر بالښتونو پورې د بارسلونا او مادرید نخښې په ویاړ اېښې وې. طبعآ د رونالډو او میسي عکسونه خو هر ځای وو.

.
د عکس تشریح، کابل کې د موټرو په (پښه پاکو) د بارسلونا او مادرید لوبډلو نښانونه

د ریال مادرید یوه مینه وال ویل: "بارسا به نن شپه پر ځای کېنوو٬٬ یوه بل ویل ٫٫ میسي او بارسلونا به سږ تش لاس پاتې کېږي".

له دې ټولو ولولو، لېوالتیاوو ، خبرو او ټوپونو وروسته بالاخر لوبه هم پیل شوه. شپه په پخېدو وه. په دې جنګ ځپلي ښار کې عمومآ دا وخت چوپتیا وي خو دا چې لوبه د میسي او رونالدو وه نو تر نور کله هم ډېره خاموشي وه.

لومړۍ هڅه د مادرید له لورې وشوه. خو لوبڅار د پینالتي هڅه ورنه کړه. د بارسلونا په ډي کرښه کې دننه په فریاد او ناهیلۍ پروت لوبغاړی رونالدو و.

.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، میسي په خپلو نڅاګرو پښو د مادرید لوبغاړي فول کولو ته اړ ایستل

د ریال مادرید افغان مینه والو لا هم لوبڅار غانده چې د دوی په ګټه ګول وشو. له ګوله وروسته د میسي پر خوله د مادریدي لوبغاړي د څنګلۍ ګوزار وشو. لوبڅار دا ناسمه لوبه ونه لیده. افغان بارسلونايي مینه وال اېشېدل خو میسي ګول وکړ، لکه د مادرید لوبغالی چې غلی شوی و دغسې دلته په کابل کې هم د مادرید مینه والو سپڼ نه واهه.

رونالدو موقعې ضایع کولې، میسي په خپلو نڅاګرو پښو د مادرید لوبغاړي فول کولو ته اړ ایستل. مینه وال لوبڅار ته قهروړي وو.

.

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، میسي په وروستیو شېبو کې د بارسلونا لپاره خپل پنځه سووم (۵۰۰) ګول وکړ

بارسلونا دویم ګول وکړ. شپه نوره په کابل کې تر نیمايي اوښتې وه. ځینو غوښتل خوب ته پناه یوسي خو زړه یې لا هم نه کېده. لوبڅار د مادرید لوبډلمشر په سره کارډ له لوبې ویوست. د مادرید افغان مینه والو لا د تلویزیون ریموټ کنټرول د کانال اړولو لپاره نه و موندلی چې مادریدي لوبغاړو ګول وکړ.

ناهیلي په هیله بدله شوه. بارسلونايي مینه وال هک حیرانه شو. قهر دا و چې ولې د مادرید لس کسیزې لوبډلې ته ماتې نه شي ورکولی. مادریدي لوبغاړو ته مساوي لوبه تر بري کمه نه وه هغوی د وخت ضایع کولو هڅه کوله خو میسي په وروستیو شېبو کې د بارسلونا لپاره خپل پنځه سووم (۵۰۰) ګول وکړ، دا یې په دغه لوبه کې دویم ګول و او د بري زیری یې لاره.

.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، سهار چې لوبه خلاصه شوې، په کابل کې پر خواله رسنیو د شپې پر لوبه بجث روان و.

کابل کې د سهار له یوې بجې اوښتې وې. تلویزیونونه مړه شول. خو د خواله په رسنیو کې بحثونه، پېغورونه او ځورونې ژوندۍ شوې. یو عکس په فوټوشاپ کې جوړ و. میسي په څوکۍ ناست و، ژړاند رونالدو یې بوټ پاکاوه.

لمر چې د کابل له غرونو سر راپورته کړ، په خوبوړو سترګو د کابل د میسي او رونالدو مینه والو بحثونه بیا تاوده کړل. یوه راته ویل ٫٫ اسپانیا کې به څه حال وي چې دلته دغه حال دی؟٬٬ ځواب یې ساده و: دا کابل دی د یوه مینه وال په وینا ٫٫ د رونالدو او میسي پلار والله که دومره مینه ورسره ولري لکه موږ افغانان چې یې ورسره لرو٬٬