د فرانسې ټاکنې؛ مکرون او لوپن لومړي پړاو ټاکنې وګټلې

یکی از این دو نفر امانوئل مکرون (راست) یا مارین لوپن، رئیس جمهوری آینده فرانسه می‌شود

د عکس سرچینه، AFP/EPA

د عکس تشریح، له دغو دوو کسانو مېکرون او لوپن یو د فرانسې ولسمشر کېږي

تر ۹۷ سلنه د ډېرو رایو شمېرل کېدو وروسته څرګنده شوې چې ایمانوېل مېکرون او مارین لوپن د فرانسې لومړي پړاو ټاکنو کې مخکښ دي.

ددغو پایلو پر بنسټ لېبرال منځلاری ایمانوېل مېکرون او ښی اړخې افراطي مارین لوپن دویم پړاو ته لاره موندلې ده. دغه دواړه کاندیدان به اوس الیزه ماڼۍ ته د رسېدو لپاره تر دوو اونیو د (مې ۷مه) سره سیالي وکړي.

د فرانسې لومړي پړاو ولسمشریزو ټاکنو ددغو پایلو اعلانېدو وروسته، نړیوال غبرګون د مارین لوپن او اېمانوېل مېکرون په تړاو بېلابېل و.

په داسې حال کې چې د جرمني لومړي وزیر ویاند او د اروپایي ټولنې چارواکو ښاغلي مېکرون ته مبارکي ویلي، روسیې له مېرمن لوپن ملاتړ کړی دی. د روسیې استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس په یوه ټویټ کې ویلي، لا هم "هیله" شته.

رسمي سرچینو د ۹۷ سلنه رایو شمېرنې په استناد ویلي، ایمانوېل مېکرون د ټاکنو په لومړي پړاو کې د ۲۳،۹ سلنه رایو په خپلولو لومړی او مارین لوپن د ۲۱،۴ سلنه رایو په اخیستو دویم شوی دی.

فرانسې ټاکنې
د عکس تشریح، ډېرو نظرپوښتنو وړاندوینه کړې چې د رایې اچونې دویم او وروستي پړاو کې (مې ۷مه) ښاغلی مېکرون وکولی شي مارین لوپن ته ماته ورکړي

فرانسوا فیون او جان لاک ملانشن هم شاوخوا ۱۹ سلنې رایې ترلاسه کړي دي.

ښاغلي فیون په ټاکنو کې د ماتې منلو سره له خپلو پلویانو غوښتي چې د ټاکنو په دویم پړاو کې ښاغلي مېکرون ته رایه ورکړي.

ډېرو نظرپوښتنو وړاندوینه کړې چې د رایې اچونې دویم او وروستي پړاو کې (مې ۷مه) ښاغلی مېکرون وکولی شي مارین لوپن ته ماته ورکړي.

د فرانسې یکشنبې ورځې (اپرېل ۲۳مې) ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه شاوخوا ۸۰ سلنه اعلان شوې چې د ۲۰۱۶ کال ټاکنو ته ورته ده. سږ کال ۴۷ میلیونه فرانسویان په ټاکنو کې د برخه اخیستو په شرایطو برابر دي.