واکسین؛ له هرو شپږو افغان ماشومانو یو ترې بې برخې دی

  • خوشحال تایب
  • بي‌بي‌سي
.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغان ماشومانو ته لس ډوله واکسین په وړیا ورکول کیږي

د افغانستان د روغتیا وزارت او ملګرو ملتونو بنسټونه وايي، په دغه هېواد کې د واکسیناسیون پروګرام د پوښښ کچه لا هم ټیټه ده او له هرو شپږو ماشومانو یو له واکسینه بې برخې پاتې کیږي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د پالیسی مرستیال وزیر ډاکټر احمد جان وايي د وروستیو شمېرو له مخې له هرو اتلسو ماشومانو یو یې له پنځه کلنۍ مخکې خپل ژوند له لاسه ورکوي: "په ښاري سیمو کې له هرو ۱۰۰۰ زېږېدلیو ۳۵ او په کلیوالي سیمو کې بیا ۵۴ ماشومان خپل ژوند له لاسه ور کوي، همدارنګه په ښاري سیمو کې د واکسیناسیون پوښښ ۶۱.۸ خو په کلیوالي سیمو کې بیا ۴۹ سلنه دی."

د ښاغلي احمد جان په وینا افغانستان د واکسین پروګرامونو له لارې د یو شمېر ناروغیو د بشپړ له منځه وړلو په درشل کې دی. او سلګونه ځانګړي روغتیايي مرکزونه ورته جوړ شوي دي او هغه سیمې چې ماشومان پکې له واکسینه پاتې کیږي تر ډېره نا امنې دي.له بېلابېلو ناروغیو د زیاتره بې وزله افغان کورنیو ماشومانو د خوندي ساتلو په موخه د واکسین پلي کولو پروګرامونه بریالي او له اقتصادي پلوه ارزانه بلل کیږي.

زیاتره افغان ماشومان د نري رنځ، نس ناستي، تورې ټوخلې، شري او ورته نورو ناروغیو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په روان کال کې د ګوزڼ ناروغۍ پېښې لږې لیدل شوي دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي، په ۲۰۱۵ کال کې د ګوزن ۲۰، په ۲۰۱۶ کې ۱۳ خو د ۲۰۱۷ کال له پیله تر دې دمه یواځې درې پېښې ورسره ثبت شوې دي. چې په کندهار ، کندز او هلمند ولایتونو کې وې.