د امریکا دفاع وزیر جیمز ماټیس په ناڅاپي سفر کابل ته تللی

جمیز ماتیس

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا دفاع وزیر جیمز ماټیس په یوه ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلی دی. ښاغلی ماټیس داسې مهال افغانستان ته سفر کوي چې واشنګټن د افغانستان د جګړې په تړاو د نوې ستراتیژۍ په جوړولو لګیا دی.

ښاغلی ماټیس د منځني ختیځ او افریقا په سفر وتلی او افغانستان کې به د ملي یووالي حکومت مشرانو او په دغه هېواد کې مېشتو امریکایي ځواکونو سره وګوري.

د امریکا دفاع وزیر په کابل کې د ناټو او امریکایي ځواکونو له عمومي قومندان جان نیکولسن سره کتلي.

دا په تېرو دوو اونیو کې افغانستان د امریکا لوړپوړو امنیتي چارواکو دویم سفر دی. د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر د اپرېل په ۱۶مه له کابل نه کتنه کړې وه او هدف یې له نژدې د امنیتي وضعیت ارزونه وه.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اداره غواړي د افغانستان د جګړې لپاره نوې استراتېژي جوړه کړي.

د امریکا دفاع وزیر داسې مهال کابل ته تللی چې څو ورځې وړاندې په شمالي ولایت بلخ کې د افغانستان پوځ پر یوه قول اردو د طالبانو برید کې تر ۱۴۰ ډېر سرتېري ووژل شول.

ددغه برید له امله د افغانستان دفاع وزیر عبدالله حبیبي او لوی درستیز قدم شاه شهیم نن استعفا وکړه.