د نړۍ تر ټولو ښکلی هوایي ډګر
د دوشنبې په ورځ د هند لومړي وزیر نرېندر مودي د خپل هېواد سلم هوايي ډګر پرانیست.
دا هوايي ډګر د هند شمال ختیځ ته په سیکم ایالت کې جوړ شوی او د نړۍ تر ټولو ښکلی هوايي ډګر بلل کېږي.
د همالیه لمن کې سکیم یو وخت شاهي نظام درلود، هغه که اوس پکې نشته خو د نړۍ دریمه لویه څوکه کنچن جنګا پکې لا هم هسکه ولاړه ده.
دا ایالت له تبت، بوتان او نېپال سره پوله لري.
د نړۍ تر ټولو ښکلی هوايي ډګر د دې ایالت لومړنی هوايي ډګر دی، چې له ایالتي پلازمېنې ګینګټوک دېرش کیلومتره لرې پروت دی او د اینجینرۍ شاهکار بلل کېږي
د چین له پولې نږدې ۶۰ کیلومتره لرې دا هوايي ډګر پر پاکیونګ کلي د پاسه غونډۍ باندې جوړ شوی چې له سمندر څلور نیم زره فوټه یا یو زر درې سوه یو اویا متره لوړه پرته ده.
د هوايي ډګر پراخوالی ۲۰۱ ایکړه دی او ځغللیکه یې هم پاو کم دوه(۱،۷۵) کیلومتره ده چې دواړه لورته یې ژورې درې دي.
ترمینل کې دوه تمځي یا پارکېنونه او یو ترمینل جوړ شوی چې په یو وخت سل کسان ځایوي.
دلته د اقلیم له امله د هوايي ډګر جوړول ډېر سخت و.
د پونج لیوډي کمپنۍ دا هوايي ډګر جوړ کړی او ویاند یې وايي، سخته هوا او ځکمنی جوړښت د دې سبب شول چې دا پروژه په نهو کلونو کې بشپړه کړي.
انجینران وايي، تر ټولو لویه مسله په دغه سیمه کې د ځمکې جوړول او نریو غرنیو لارو دې ځای ته لوی ماشینونه لېږدول و.
دغه سیمه کې له اپرېل تر سپټمبر بارانونه وي او دا به د کار خنډ و.
غرنۍ سیمه او له زلزلې زیانمنتوب نورې هغه ننګونې وې چې انجینران یې دې تړه کې له ننګونو سره مخ کول.
د ځلغللار په ګډون ټول هوايي ډګر پر داسې ځمکه جوړ شوی چې په خپله له پوښتې جوړه شوې چې دا د پوښتې دېوال هم په دې ژورو درو کې ۲۶۳ فوټه لوړ دی.
پونج لیوډي وايي، دا په نړۍ کې تر ټولو لوړ دېوال دی.
له دې ځای به د اکتور له څلورمې سوداګریزې الوتنې پیل شي.
هیله ده چې دې هوايي ډګر سره سیکم ایالت کې ګرځندوی یا سیاحت پراخ شي، چې لوړې څوکې، یخچالونه او په لوړو کې ډنډونه لري.
انځورونه: راجیو سري واتسو