بلېنکن: افغانستان کې کورنۍ جګړه د هېچا په ګټه نه ده؛ طالبان هم دا نه غواړي

بلېنکن

د عکس سرچینه، Abdullah Facebook

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پنجشنبه کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، افغانستان کې کورنۍ جګړه د هېچا په ګټه نه ده او طالبانو سره له خبرو ورته جوته شوې چې ان دا ډله هم افغانستان کې کورنۍ بې ثباتي نه غواړي.

ښاغلي بلېنکن پنجشنبه کابل ته خپل نا اعلان شوي سفر کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره کتلي.

له افغان مشرانو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په لیدنو کې د افغانستان د وسلې په پروسه، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو په وتلو او تر هغې وروسته د افغانستان او امریکا ترمنځ د همکاریو پر څرنګوالي خبرې شوې دي.

له دې کتنو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خبریالانو ته وویل، که طالبان غواړي چې نړیوال یې په رسمیت وپېژني، مشران یې سفر وکړای شي او افغانستان سره نړیوالې مرستې وشي نو باید د کورنۍ جګړې پیلولو فکر ونکړي.

هغه ټینګار وکړ چې افغانستان کې کورنۍ جګړه د ګاونډیان او سیمه ییز ځواکونو په ګټه هم نه ده، ځکه هغه حالت کې به د کډوالۍ ناروین، ترهګري او د مخدره توکو قاچاق خطرونه پیدا شي.

هغه زیاته کړه چې افغانستان د شلو یا لسو کالو پخوا هېواد نه دی او د بهرنیو پوځیانو وتل له افغانستان سره د اړیکو او همکاریو د ختمولو په معنا نه دي.

ښاغلي بلېنکن داسې مهال کابل ته سفر کړی چې د جو بایډن حکومت له څو میاشتنیو ارزونو وروسته تازه د سپتمبر تر ۱۱مې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو اعلان کړی.

بلېنکن

د عکس سرچینه، ARG

ارګ په یوه اعلامیه کې ویلي چې ولسمشر غني د امریکا بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د ټولو هېوادونو په ګډه مبارزه د ټینګار ترڅنګ ویلي "له افغانستان د خپلو ځواکونو د ایستلو په تړاو د امریکا د متحدو ایالتونو د پریکړې درناوی کوي، او د افغانستان دولت به هڅه وکړي، چې د لېږد پروسه کې اړینه همکاري وکړي."

د ارګ اعلامیه کې د ولسمشر غني له خولې زیاته شوې: "اوس چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو هوډ کړی، د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر محور د همکاریو د یو باب د پرانیستل کېدو په تړاو یو واضح بحث ته اړتیا موجوده ده.

بلېڼکن

د عکس سرچینه، ABDULLAH FACEBOOK

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د امریکا بهرنیو چارو وزیر له ولسمشر غني سره لیدنه کې ویلي چې له افغانستان څخه د امریکايي د ځواکونو وتل به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د کمزوي کېدو په معنا نه وي او امریکا د افغانستان له دولت او خلکو سره پر خپلو ژمنه ولاړه ده.

هغه دا ژمنه هم کړې چې له افغانستان او د دغه هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره به خپلو "دیپلوماتیکو او بشردوستانه' مرستو ته دوام ورکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر دا راز ویلي د افغانستان د سولې پروسه کې د اسانچارۍ هڅې روانې ساتي.

له دې سره د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا وايي د امریکا بهرنیو چارو وزیر د دې شورا له رییس عبدالله عبدالله سره لیدنه کې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوامداره اړیکو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ځواکونو ایستل د افغانستان او امریکا ترمنځ د"اړیکو او همکاریو د پای" په معنا نه دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن طالبان سره د دغه هېواد د لاسلیک کړې هوکړې تر ارزولو، خپلو نړیوالو متحدوانو سره تر مشورو وروسته تېره شپه اعلان وکړ چې خپل ځواکونه د می میاشتې تر ۱۱مې له افغانستان څخه باسي او په دې توګه د خپل هېواد د تاریخ دا تر ټولو اوږه جګړه پای ته رسوي.