پنټاګون او افغان حکومت پاکستان کې د امریکایي پوځي اډو د جوړېدو ګنګوسې رد کړې

په ۲۰۰۹ کال په همدې میدان د القاعدې شبکې د یو فلسطین الاصله اردني تبعه همام خلیل البلوي لخوا ځانمرګی برید هم شوی و، چې په دغه برید کې د (سي ای اې) اوه کارکوونکي وژل شوي وو.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت هغه رپوټونه رد کړي چې ګواکې امریکا غواړي له افغانستانه د پوځیانو له ایستلو وروسته په پاکستان کې پوځي اډه جوړه کړي او هلته پوځیان او تجهیزات ځای پر ځای کړي.

افغانستان کې د امریکایي ځواکونو یو ویاند چارشنبه د پنټاګون په حواله بي بي سي ته وویل، نه پوهیږي په اوسني وضعیت کې دا اوازې ولې خپریږي. ویاند زیاته که چې دا ګنګوسې له حقیقته لېرې دي او د هیچا په ګټه نه دي.

په ورته وخت کې د افغانستان ملي امنیت ریس ضیا سراج ویلي، امریکايي جنرالانو ورسره په خبرو کې دا موضوع رد کړ ده.

نوموړي سې شنبه د مشرانو جرګې ناستې ته وویل، په پاکستان کې د امریکایانو اډې جوړول بې بنسټه فیسبوکي بحث دی.

په روانه میاشت کې یو شمېر لویدیځو او سیمه ییزو رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړل چې ګواکې امریکا له افغانستانه د پوځیانو له ایستلو وروسته په شاوخوا هېوادونو کې د پوځي شتون لپاره د اډو په لټه کې ده.

په دې رپوټونو کې د مرکزي اسیا او پاکستان یادونه د هغو هېوادونو په توګه شوې چې ښایي امریکا پکې پوځي شتون وغواړي.

طالبانو په دې اړه څه ویلي؟

طالبان

افغان طالبانو چارشنبه یوه اعلامیه کې له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو تر وتلو وروسته دې امریکا ته په سیمه کې د پاتېدو فرصت نه ورکوي.‌

طالبان خپله اعلامیه کې بهرني ځواکونه سیمه کې د "ناامنۍ او جګړې" اصلي لامل بولي او زیاتوي: " که کوم هېواد بهرنیو ځواکونو ته اډه ور کوي، د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس به د دې ډول ناوړه او پاروونکو کړنو په وړاندې پټه خوله پاتې نه شي."‌

دې ډلې خپله اعلامیه کې ویلي: "افغان خاوره به د چا د امنیت پر ضد نه استعمالېږي او له نورو هم غواړو چې خپله خاوره او هوايي حریم زموږ د هېواد پر خلاف استعمال نه کړي. که داسې ګام واخیستل شي، بیا به د هر ډول ناخوالو او مشکلاتو مسئولیت د هغه چا پر غاړه وي چې د دې ډول تېروتنو مرتکب کېږي."

د افغانستان د ولسي جرګې غونډه کې د چارشنبې په ورځ پر نورو مسلو سربېره پاکستان کې د امریکايي اډو د جوړېدو پر امکان خبرې وشوې.

دې جرګه کې د بدخشان یو غړي ذبیح الله عتیق هیله وښوده چې د پاکستان هغه عالمان یې غږ واوري چې افغانستان کې یې د امریکا اډو له امله افغان جګړه روا وبلله:

"زرګونه او لکونه افغانان بې کوره شول د امریکا د پوځي اډو شتون له امله یې افغان جګړه روا وبلله اوس چې د امریکايي اډو جوړېدو طرحې سره مخ دي باید دوی خپله پرېکړه روښانه کړي او هغه درد پاکستانیان هم وویني چې افغانانو ولید. "

کومو هېوادونو کې د امریکایي اډو خبره شوې؟

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

څو ورځې وړاندې د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره خبرې وکړې.‌ همدا راز د دواړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو هم تېره یکشنبه جنیوا کې سره ولیدل.

له دې خبرو او کتنو وروسته یو شمېر پاکستاني رسنیو داسې رپوټونه ورکړل چې ګواکې پاکستان پر خپله خاوره د امریکا پوځي اډو جوړېدو ته غاړه ایښې ده.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سې شنبې پر ورځ دا رپوټونه رد کړل او ټینګار یې وکړ چې د پاکستان خاوره به د پوځي اډو او هم د ډرون بریدونو لپاره نه کارول کېږي.‌

دا په داسې حال کې وه چې د امریکا د دفاع وزارت مرستیال ډېوېډ هېلوي تېره شنبه سنا جرګې ته وویل، پاکستان دوی ته اجازه ورکړې چې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ملاتړ لپاره یې هوایي او ځمکنۍ لار وکاروي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له انکار سره هم مهاله د دې هېواد هوايي ځواک بلوچستان صوبه کې د نوې هوايې اډې پر جوړولو غور کوي.

د نصیر اباد ضلعې مرستیال کمېشنر بي بي سي ته ویلي، هوايي ځواک د ځمکې لپاره له ځايي چارواکو سره اړیکه نیولې او بیا د دې سیمې نوتال کې ځمکه کتل شوې ده.

له دې وړاندې وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د روانې می میاشتې پر اتمه نېټه د پنټاګون او سپینې ماڼۍ یو شمېر چارواکو له قوله خپل رپوټ کې ویلي وو، د امریکا امنیتي چارواکي له افغانستان د پوځیانو له ایستلو وروسته په منځنۍ اسیا او یا هم منځني ختیځ کې د پوځیانو او تجهیزاتو ځای پر ځای کولو لپاره د پوځي اډو په لټه کې دي.

ورځپانې په دې لړ کې ازبکستان او تاجکستان ته د زلمي خلیلزاد د وروستي سفر یادونه هم کړې وه، خو دا یې هم ویلي وو چې دې هېوادونو کې د روسیې نفوذ له کبله ښایي هلته پوځي اډې ترلاسه کول ګران وي.‌

د امریکا دفاع وزارت یوه چارواکي وال سټریټ ژورنال ته ویلي، همدې حساسیتونو ته په کتو تر اوسه له ازبکستان او تاجکستانه د پوځي اډو لپاره رسمي غوښتنه نه ده شوې.

امریکا ولې سیمه کې پوځي اډې غواړي؟

امریکايي پوځ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

پاکستان خپله خاوره کې امریکا ته د اډې ور کول ردوي.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن د نوې پرېکړې له مخې ټاکلې ده چې د دغه هېواد او ناټو د نوروغړو هېوادونو ځواکونه تر راتلونکي سپټمبر له افغانستانه ووځي.

په دا مهال امریکايي او ناټو چارواکي وايي، د پوځیانو تر اېستلو وروسته هم د افغان ځواکونو ملاتړ کوي او د اړتیا پر مهال به له افغانستان بهر د پوځي اډو له لارې په دغه هېواد کې عملیات کوي.

ولسمشر جو بایډن ویلي،‌ د پوځیانو له ایستلو وروسته هم که د امریکا امنیت ته ګواښ پېښ شو او اړتیا پیدا شوه نو په افغانستان کې د وسلوالو پر ضد چټک عملیات کولی شي.

امریکا له کلونو راهیسې په منځني ختیځ کې پوځي اډې لري،‌ خو کارپوهان په دې باور دي‌ چې هغه سیمه له افغانستانه یو څه لېرې ده او ښایي د چټکو عملیاتو لپاره مناسبه نه وي.

په تېرو شلو کلونو کې امریکا افغانستان ته د پوځي اکمالاتو لېږدولو لپاره د پاکستان خاوره او هوایي حریم هم کارولي.

داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې امریکایي ډرون الوتکو د پاکستان له خاورې الوتنې او افغانستان کې بریدونه کړي،‌ خو دا رپوټونه په رسمي توګه نه دي‌ تائید شوي.

امریکا افغانستان کې د روانې جګړې په لومړیو کلونو کې په ازبکستان او قرغزستان کې هم پوځي اډې درلودې،‌ خو د روسیې او نورو سیمه ییزو هېوادونو د فشار له کبله په ۲۰۰۵ کال کې له ازبکستان او کابو شپږ کاله وړاندیې یې له قرغزستان هم پوځیان و ایستل.‌