د افغان دولت او طالبانو مرکچیانو دوحه کې خپلمنځي غونډه کړې؛ ولسمشر غني هم له بلېنکن سره غږیدلی

قطر غونډه

د عکس سرچینه، ITA Peace Negotiating Team

د قطر په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي وايي، خپلمنځي غونډه یې کړې ده. دواړو لوریو په ټویټر پیغامونو کې ویلي، 'د روان وضعیت او سولې خبرو د چټکتیا ' په هکله سره غږېدلي دي.

د دواړو لوریو په ټویټر پیغامونو کې ویل شوي چې په نننۍ ناسته کې د اختر مبارکۍ تر څنګ په هېواد کې د روان وضعیت او د سولې خبرو پر چټکتیا خبرې وشوې.

د افغان دولت مرکچي پلاوي په دې اړه په خپل ټویټر پیغام کې ویلي چې په نننۍ ناسته کې له کوچني اختر وروسته ''د مذاکراتو پر پیل ټینګار '' وشو، خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په خپل ټویټر پیغام کې ویلي چې ''دواړو لورو و پتیله چې له اختر وروسته به هم مذاکراتو ته دوام ور کوي. ''

په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو مرکچي لوري داسې مهال د تازه ناستې او له اختر وروسته د خبرو 'پیل ' یا 'دوام ' خبره کوي چې پر تېره یکشنبه طالبانو اعلان وکړی چې د کوچني اختر په درې ورځو کې به اوربند مراعتوي او مقابل کې افغان حکومت هم ورته ګام پورته کړ.

له دې مخکې د طالبانو له لوري د اختر په مناسبت د اوربند له اعلان وروسته د امریکا متحدو ایالتونو، کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) او همدا راز د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له طالبانو د اعلان شوي اوربند د غځولو غوښتنه وکړه، خو طالبانو وویل، د کوچني اختر په پار تر درې ورځني اوربند وروسته د دې اوربند غځولو پلان نه لري.

یاده ډله وایي، د اختر لپاره اعلان شوی اوربند یوازې د عامو خلکو لپاره دی.

که څه هم له پیل راهیسې تر دمګړۍ د افغان ځواکونو او طالب وسله والو د مخامخ نښتي راپورونه نه دي ور کړل شوي، خو پرون 'د اوربند پر لومړۍ ورځ ' د ماین چاودنو او چاودونکو توکو له امله په کندهار، کندوز او غزني کې د شپږو ماشومانو په ګډون ۱۱ ملکیان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه، د تېر اپریل پر ۲۴ د افغان دولت او طالبانو تر منځ د ترکیې په استانبول کې هم کنفرانس وشي، خو د طالبانو نه ګډون له کبله هغه غونډه وځنډول شوه. تمه کېږي چې د ترکیې غونډه به اوس له اختر وروسته تر سره شي، خو کره نېټه یې نه ده څرګنده شوې.

له افغان ولسمشر سره د امریکا بهرنیو چارو وزیر خبرې

غني/انتوني بلېنکن

د عکس سرچینه، Arg

بل لور ته د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره غږېدلی دی.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویل شوي: ''دواړو لوریو د سولې پروسې، د امریکا د ډيپلوماسۍ رول او په سولې پروسه کې د سیمه ییزې اجماع په اړه خبرې وکړې. ''

په اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي : ''د مناسباتو په نوي فصل کې به له بین المللي همکارانو سره یو ځای د افغانستان دولت ټول تمرکز د دې نوي فصل پر مدیریت وي. ''

بل لور ته د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتهوني بلېنکن په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، له ولسمشر غني سره یې د سولې بهیر پرمختګ په هکله د سیمه ییزو هڅو په هکله خبرې کړې دي.

نوموړی زیاتوي ولسمشر غني سره یې خبرو کې د پلازمینې کابل پر سید الشهدا ښوونځي د شوي برید لړ کې غمشریکي څرګنده کړې.

ښاغلی بلېنکن زیاتوي: ''موږ د خپلې ملګرتیا او افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوو. ''

ولسمشر غني او ښاغلي بلېنکن تر منځ ټیلیفوني خبرې داسې مهال کېږي چې دا وروستیو کې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ 'سېنټکام' په یوه اعلامیه ویلي له افغانستان د ځواکونو د وتلو پروسه له ۶ تر ۱۲ سلنې پر مخ تللې ده.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره میاشت اعلان وکړ چې خپل ځواکونه د سپتمبر تر یوولسمې له افغانستان باسي.

د ښاغلي بایډن تر دغه اعلان وروسته ناټو هم وویل، له امریکا سره یو ځای افغانستان ته راغلې او یو ځای ورسره وځي.