غني: داسې طرحې ته نه تسلیمېږو چې د افغانستان بربادۍ لپاره بهر کې جوړه وي

غني

د عکس سرچینه، ARG

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ( د جولای ۲۹) د افغان ملي بیرغ لمانځغونډه کې وویل، داسې طرحو ته نه تسلیمېږي چې بهر کې برابرې وي او افغانستان د جګړې په ډګر بدلوي.

ولسمشر غني د دې طرحې د جزیاتو په هکله څه ونه ویل، خو طالبانو څه موده مخکې ویلي وو چې د افغان سولې په اړه یې یوه طرحه څو میاشتې مخکې له افغان چارواکو سره شریکه کړې.

د طالبانو د دې طرحې په اړه ډېر جزیات نه دي په ډاګه شوي.

ولسمشر غني نننیو خبرو پر طالبانو د سولې غږ وکړ او زیاته یې کړه: "تاسې زور ته نه تسلیمېږېدئ او موږ هم نه تسلیمېږو، لاره د حل ده او لاره د اتفاق ده. "

د نوموړي په خبره، ملت داسې سوله غواړي چې ټوله وینه بهېدل او وژنه پکې پای ته ورسېږي، "خو که طالبان د تورې په قضاوت باور لري، امنیتي ځواکونه هم تیار دي په توره ځواب ورکړي. "

اشرف غني نننۍ وینا کې د طالبانو لاس ته د سپین بولدک ورتلو او د لسګونو کسانو د نیولو کېدو او ورکېدو رپوټونو ته په اشاره وویل: دې جګړې ته څه ځواب لرئ، دا اسلامي نظام دی که د بدیو پیل دی.

طالبانو د جولای پر ۱۴ سپین بولدک ونیو او روانه اونۍ د افغانستان کورنیو چارو وزارت وویل، طالبانو پر دې سیمه له ولکې وروسته سلګونه کسان له کورونو په زوره ایستلي او لسګونه یې وژلي دي.

طالبانو دا ادعاوې رد کړي او دا کار یې د دې ډلې پر ضد حکومتي تبلیغاتو لړۍ بللي ده.

د ولسي مرګ ژوبلې په هکله د سولې وزارت رپوټ

یوناما وايي، د ولسي مرګ ژوبلې ۴۶ سلنه ښځې او ماشومان جوړوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یوناما وايي، د ولسي مرګ ژوبلې ۴۶ سلنه ښځې او ماشومان جوړوي.

په دا مهال د افغان دولت د سولې چارو وزارت وايي، د پاتې بهرنیو ځواکونو د وتلو بړۍ پیلېدو سره طالبانو خپل تاوتریخوالی زیات کړی دی.

دغه وزارت د افغانستان انساني حقونو خپلواک کمېسون سره په همغږۍ رپوټ کې وايي، تېرو څلورو میاشتو کې ۵۵۸۷ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۲۵۶۶ وژل شوي او درې زره ۲۱ پکې ټپيان دي.

رپوټ کې ویل شوي چې طالبانو هره میاشت ۳۵ سلنه تاوتریخوالی ډېر کړی دی.

روانه اونۍ یوناما هم خپل رپوټ کې وویل، د ۲۰۲۱ کال لومړیو شپږو میاشتو کې ولسي مرګ ژوبله ریکارډ کچه لوړه شوې، په تېره د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیلېدو او د طالبانو بریدونو ډېرېدو پسې پکې ځانګړی او چټک زیاتوالی راغلی دی.

د یوناما رپوټ ښيي چې تېرو شپږ میاشتو کې د اوښتې مرګ ژوبلې نږدې نیمايي برخه تېرو دوو میاشتو یانې د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیلېدو سره تړلې ده.