غني: افغانستان ته له پاکستان او طالبانو سره سوله اړینه ده

غني

د عکس سرچینه، Arg

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، طالبان، بهرنۍ ترهګرې ډلې، پاکستان، سیمه ییزه لاسوهنه او د بازار سقوط د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته وضعیت کې د احتمالي خطرونو په توګه یاد کړل.

ښاغلي غني دغه راز د ملي حاکمیت استحکام او اصلاحات، نړیوال مشارکت، سیمه ییزه همکاري، له ترهګرۍ سره د مبارزې ائتلاف او د سولې پروسه په دې لړ کې شته فرصتونه بللي دي.

د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو د وروسته وضعیت د فرصتونو او احتمالي خطرونو په هکله د 'لوبې د بدلون فرصت ' تر نامه لاندې وینا کې چې د افغانستان له ملي ټلویزیونه په ژوندۍ بڼه خپره شوه، ښاغلي غني، د فرصتونو په لړ کې د سولې خبرو او پاکستان یادونه هم وکړه:

''د سولې پروسه افغاني شوې او له یوه درېیم اړخ سره ده، چې پاکستان دی، له افغان ملت او دولت سره د سولې او همکارۍ په صورت کې یې فرصت دا دی چې د پاکستان وده به په کال کې لږ تر لږه دوه سلنه لوړه شي او د وروستیو حوادثو مخنیوی به وشی. ''

ښاغلی غني وايي، بحثونه ښه دي، خو دواړه لوري شکونه لري، بې باوري فضا حاکمه ده او د دې حالت له منځه وړلو لپاره باید 'لوی ګامونه ' واخیستل شي.

ولسمشر غني زیاته کړه: ''موږ هیله من یو چې زموږ مقابل لوری به لوی ګامونه پورته کړي، که هغوی لوی ګامونه واخلي، موږ تل حاضر یو او که یې نه اخلي، وخت به ووايي، خو دوې سولې افغانستان ته ضرور دي، یو پاکستان سره او بله له طالبانو سره سوله، یو له بله نه بېلېږي. ''

ښاغلی غني وايي، په خبرو او لید کې بدلون راغلی، خو په وینا یې اوس باید دا بدلون په عمل کې ولیدل شي.

نوموړي زیاته کړه: ''اوس چې بهرني ځواکونه وځي، هغه خبره نوره مطرح نه ده، اوس باید پاکستان له افغانانو سره خپله خبره پاکه کړي. پاکه خبره چې ان شاءالله مشترکې ګټې به وی، امکان لري، خو خطر هم شته چې باید سترګې پرې پټې نه شي. ''

ولسمشر غني دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې افغان دولتي پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره دوحا ته تلونکی دی

د عکس سرچینه، Smp

د عکس تشریح، ولسمشر غني دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې افغان دولتي پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره دوحا ته تلونکی دی

په کور دننه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته وضعیت ته په اشارې سره ښاغلي غني وویل، د خطرونو په هکله د بې ځایه اندېښنو پر ځای باید د شته فرصتونو مدیریت په هکله فکر وشي.

ښاغلی غني وايي، باید د افغانستان بودیجه او عواید د څلورو کلونو موده کې داسې برید ته ورسول شي، چې په وینا یې 'درویزې ' ته اړتیا و نه لرو.

نوموړی وايي، په اوږده مهال کې باید افغانستان دایمي بې پریتوب پر لور لاړ شي، چې د ده په خبره مانا یې دا ده چې له ټولو سره ښه اړیکي لرو، ''خو نه د نورو په دعوو کې داخلېږو، نه د چا د جګړې په ډګر بدلېږو او نه هم افغانان د نورو نیابتي جګړې کولای شي. ''

ولسمشر غني داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې همدا روانه اونۍ افغان چارواکو وویل، د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې خبرو مرکچي پلاوی له طالبانو سره د مذاکرو لپاره راتلونکې اونۍ دوحې ته ځي.

د یادونې ده چې د دواړو لورو مرکچي پلاوو د روانې میاشتې پر ۱۳ دوحه کې له خپلمنځي غونډې وروسته وویل 'د روان وضعیت او سولې خبرو د چټکتیا' په هکله سره غږېدلي دي.