بلېنکن: هېڅ هېواد افغانستان کې 'د طالبانو اسلامي امارت' په خپله ګټه نه بولي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر

د عکس سرچینه، NATO

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، د افغانستان ګاونډیان او بل هېڅ هېواد نه غواړي چې طالبان دې د زور له لارې پر افغانستان واکمن شي او 'اسلامي امارت' دې رامنځته کړي.‌

نوموړي چارشنبه نوي ډیلي کې له 'سي اېن اېن-نیوز ۱۸ ' تلویزیون سره په یوه مرکه کې وویل،‌ ټولې خواوې غواړي چې افغانان یو سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي او یو ټولشموله او د خلکو استازی حکومت رامنځته شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د طالبانو یو جګپوړی پلاوی پر چارشنبه چین ته تللی او د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره یې لیدلي دي.

ښاغلي بلېنکن د طالب پلاوي دې سفر ته په اشارې سره وویل، افغانستان کې کورنۍ جګړه د امریکا او چین په ګډون د ټولو ګاونډیانو په زیان ده، او دې برخه کې د چین دریځ له نورو هېوادونو سره یو شان دی.‌

هغه یو ځل بیا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو د پرېکړې ملاتړ وکړ او ټینګار یې وکړ چې هېواد یې افغانستان کې د خپل پوځی ماموریت اصلي اهداف 'د القاعدې مشرانو له منځه وړل او افغانستان کې د دې ډلې له پښو غورځول ' ترلاسه کړي.

"د ملکیانو مرګژوبله د جدي اندېښنې خبره ده"

یوناما وايي، د ولسي مرګ ژوبلې ۴۶ سلنه ښځې او ماشومان جوړوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یوناما وايي، د ولسي مرګ ژوبلې ۴۶ سلنه ښځې او ماشومان جوړوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هند ته د خپل سفر پر مهال افغانستان کې د ملکیانو د مرګژوبلې پر زیاتېدو هم 'جدي اندېښنه' ښودلې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما دفتر د دوشنبې پر ورځ خپل رپوټ کې ویلي وو، د ۲۰۲۱ کال لومړیو شپږو میاشتو کې ولسي مرګژوبله ریکارډ کچه لوړه شوې.

د یوناما رپوټ وایي، د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیلېدو او د طالبانو بریدونو ډېرېدو سره د ملکیانو مرګژوبله کې ځانګړی او چټک زیاتوالی راغلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دې وضعیت ته په اشارې وویل، داسې یو افغانستان چې د خپلو خلکو پر ضد جنایت کوي د نړیوالې ټولنې برخه نه شي کېدای.

انتوني بلېنکن یو ځل بیا تینګار وکړ چې د افغانستان د کشالې یوازینی سوله ییز حل د خبرو پر مېز دی.

ښاغلی بلېنکن داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د امریکا پوځي چارواکو ویلي، له افغانستانه یې د خپلو پوځیانو د ایستلو بهیر ۹۵ سلنه بشپړ شوی دی.

بلې خوا ته په تېرو دوو میاشتو کې افغانستان کې جنګ، جګړې زور اخیستی او طالبان توانېدلي چې ګڼ شمېر ولسوالۍ ونیسي.

په ورته مهال افغان حکومتي مشران ټینګار کوي چې طالبان د سولې نیت نه لري او غواړي د زور له لارې خپله واکمني پر خلکو وتپي.