عبدالله: د طالبانو د ضد له کبله دوحې خبرو کې پرمختګ نه دی شوی

عبدالله عبدالله

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، د مصالحې ملي شورا مشر تینګار وکړ چې سولې ته د رسېدو تر ټولو ښه لاره لا هم د خبرو ده.

د افغانستان د مصالحې ملي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي د طالبانو ضد او سرتمبګي د دې لامل شوې چې په دوحه کې د سولې په خبرو کې پرمختګ ونه شي.

نوموړي دوشنبه کابل کې یوې تلویزیوني وینا کې زیاته کړه، طالبانو وخت پر نورو موضوګانو واړوه او پر اصلي موضوع یې خبرې ونه کړې او همدا لامل دی چې د مذاکراتو پر میز پرمختګ نه دی شوی.

ښاغلي عبدالله وویل له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو له بشپړیدو سره چې په وینا یې تر راتلوونکو ۱۰ اونیو پورې به وخت ونیسي په افغانستان کې جګړې ته هېڅ پلمه نه پاتې کېږي.

ښاغلي عبدالله وویل که ګومان دا وي چې په جګړه کې له ښکيلو غاړو نه یوه خوا کولای شي چې له پوځي لارې بریالی شي نو دا یوه تېروتنه ده.

هغه وویل هر هغه لوری چې په افغانستان کې د جګړې دوام غواړي، د خدای په حضور کې به د افغانانو د وژل کېدو او خلکو د غم و درد مسؤل به وي.

د مصالحې ملي شورا د مشر په وینا سولې ته د رسېدو یوازینې لاره لا هم د خبرو اترو ده خو اړتیا ده چې دواړه خواوې د خبرو اراده ولري.

د خبرو په اړه د طالبانو دریځ

طالبان، سوله

طالبانو د ښاغلي عبدالله دې څرګندونو ته تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېر کې یې افغان حکومت تورن کړی چې د سولې خبرو ته خنډونه جوړوي.

د طالبانو د ارشاد او دعوت کمېیسیون مشر امیر خان متقي څه موده وړاندې په یوې غږیزې وینا کې چې خپلو اړونده طالبانو ته یې کړې وه او بي بي سي هم ترلاسه کړې وه ویلي وو، مقابل لوری د خبرو ځنډولو لپاره پلمې کوي او د حل لاره نه راباسي.

نوموړي دې وینا کې همدا راز ادعا کړې وه چې د افغانستان په لویه برخه کنترول لري او وايي دوی د اورکم پر ځای د جګړې ختمول غواړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني څه موده وړاندې ویلي وو، د بهرنیو ځواکونو وتلو سره د وسلوالو طالبانو دا پلمه ختمه شوه چې د بهرنیانو پر ضد جګړه کوي.

خو طالبان بیا ټینګار کوي‌ چې په هېواد کې روانه جګړه روا ده، ځکه د دوی په وینا افغانستان اشغال شوی او هر هغه څوک چې د اشغال ملاتړ کوي،‌ باید پر ضد یې 'جهاد' وشي.‌