د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان په شمال کې د طالبانو وروستیو خوځښتونو اندېښمن کړي
- خوشحال تایب
- بي بي سي
د منځنۍ اسیا او یو شمېر نورو هېوادونو د افغانستان په شمال کې د طالبانو تازه خوځښتونو ډېرېدل د سیمې لپاره ګواښ بللی دی.
دغه اندېښنه د ټولیز امنیت په بین الپارلماني غونډه کې چې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې جوړه شوې وه مطرح شوې.
طالبانو په تېرو څو اونیو کې د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې له منځنۍ اسیا هېوادونو سره پر پوله پرمختګونه کړي او ځينې سیمې یې نیولې دي.
د تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان، ارمنستان، روسیې، سربیا، افغانستان او بيلاروس د پارلمانونو مشرانو په دغه غونډه کې د افغانستان د روان حالت د ارزونې پر مهال له طالبانو غوښتي چې د خبرو میز ته کېني.
د افغانستان ولسي جرګې ویلي، په دغې ناستې کې د سیمې امنیت، په افغانستان کې د روان حالت، له ترهګرۍ سره په مبارزې کې همغږي او په وروستیو کې د طالبانو له خوا رامنځته شوي د تاوتریخوالي مخنیوي په تړاو خبرې شوې دي.
د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمیسیون مشر میرحیدر افضلي په وینا په دغې ناستې کې ګډونوالو په وروستیو کې د افغانستان په شمال کې د خوځښتونو د ډېرېدو په تړاو خبرې کړي او له افغان حکومت او طالبانو یې د سولې خبرو د چټکتیا غوښتنه کړې ده.
په دوشنبې ښار کې د ټولیز امنیت په بین الاپارلماني غونډه کې غړو هېوادونو د یوې اعلامی په صادرولو سره له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د تاوتریخوالي پر ډېرېدو په ځانګړې توګه د افغانستان په شمال کې اندېښنه وښوده.
دغه راز د مخدره توکو د قاچاق او پر ملکیانو د بریدونو ډېرېدو مخنیوي سره هممهاله یې د سولې خبرو بهیر د چټکولو غوښتنه وکړه.
د ښاغلي افضلي په وینا، د افغانستان د ولسي جرګې مشر د ټولیز امنیت تړون غړو ته ویلي د دوی هڅې کولای شي له نړیوالې ترهګرۍ سره په مبارزې، امنیتي همکاریو، د افغانستان د سولې بهیر او د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ په همکارۍ کې اغېزمن وي.
افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره اوږده پوله لري او په ورستیو کې د طالبانو د بریدو تر سختېدو وروسته یو شمېر افغان پوځيان د تاجکستان خاورې ته اوښتي وو.
د تاجکستان رسنیو خبر ورکړی، د طالبانو بریدونو تر ډېرېدو وروسته د هغه هېواد سرحدي ځواکونه د تیارسۍ حال ته تللي.
د منځنۍ اسیا هېوادونو اندېښنې په داسې حال کې په جدي توګه مطرح کېږي چې د امریکا په مشرۍ بهرني ځواکونه وتلو بهیر به بشپړېدو دی او د بهرنیو ځواکونو په نه شتون کې جنګ جګړې هم ډېرې شوې دي.