ولسمشر بایډن طالبانو ته د 'چټک پوځي ځواب' خبرداری ورکړ

US President Joe Biden spars with reporter over mask mandates

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر بایډن د شنبې پر ورځ د افغانستان وضعیت په اړه مفصله اعلامیه خپره کړې

د امریکا ولسمشر جو بایډن د شنبې پر ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، طالبانو ته یې پیغام ورکړی چې که چېرې دا ډله په افغانستان کې امریکایي وګړو او یا هم هلته د امریکا ماموریت ته ګواښ پېښ کړي، نو امریکا به یې 'چټک پوځي ځواب' ورکوي.

ښاغلي بایډن همدا راز اعلان کړی چې افغانستان ته به ۵ زره امریکایي پوځیان استوي چې له هغه هېواده د امریکایي ځواکونو د راوتلو او همدا راز د امریکایي پوځ افغان کارکوونکو د را ایستلو بهیر خوندي کړي.

دوه ورځې وړاندې امریکایي چارواکو اعلان کړی و چې د دې ماموریت لپاره به ۳ زره امریکایي پوځیان افغانستان ته ځي، خو اوس دا شمېر ۵ زرو ته لوړ شوی دی.

ولسمشر بایډن ویلي،‌ د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو افغان سیاسي مشرانو سره په اړیکه کې وي او هڅه به کوي چې د وینې تویېدنې مخنیوي لپاره د سیاسي جوړجاړي لار غوره کړي.‌

د امریکا ولسمشر همدا راز خپلو پوځي او استخباراتي‌ مشرانو ته سپارښتنه کړې چې باید له افغانستانه د هر ډول پېښېدونکي ګواښ د مخنیوي وړتیا ولري او څار پرې وکړي.‌

د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې د ولسمشر بایډن له قوله یو ځل بیا ډاډ ورکړل شوی چې د هغو افغانانو را ایستلو او امریکا ته لېږدولو بهیر چټک شوی چې تېرو شلو کالو کې یې افغانستان کې له امریکایانو سره دندې ترسره کړې دي.

افغان طالبانو تر دې دمه د امریکایي ولسمشر دې وروستیو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په ورته وخت کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره غږېدلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس ويلي ښاغلی بلېنکن له ولسمشر غني سره د افغانستان پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې.

ښاغلی پرایس وایي "دوی د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره د روانو سیاسي او دېپلوماتیکو هڅو پر فوریت وغږېدل. بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې امریکا د افغانستان له حکومت سره پیاوړو دیپلوماتیکو او امنیتي اړیکو او د افغانستان له خلکو سره د ملاتړ دوام ته ژمنه ده."

د ټرمپ او طالبانو پر هوکړه نیوکه

Former US President Donald Trump. Photo: 24 July 2021

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ واکمنۍ کې امریکا طالبانو سره د دوحې تړون وکړ

ولسمشر بایډن خپله مفصله اعلامیه کې پر پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ نیوکه کړې چې له طالبانو سره یې د دوحې د هوکړې له کبله افغانستان کې د امریکایي پوځیانو شمېر کم کړ او طالبان یې برلاسي کړل.

ښاغلي‌ بایډن ویلي،‌ کله چې دا هوکړه په میراث کې ور پاتې شوه نو دوه انتخابه یې درلودل؛ لومړی دا چې پر هوکړه عمل وکړي او امریکایي پوځيان په خوندي توګه را وباسي، او دویم دا چې نور پوځیان هم افغانستان ته ولېږي او دې نه ختمېدونکې جګړې ته دوام ورکړي.‌

ښاغلي بایډن ویلي، تر ده وړاندې هم د امریکا ۳ ولسمشران دې جګړه کې ښکېل وو او دی نه غواړي‌ چې پنځم ولسمشر ته هم دا جګړه په میراث کې ور پرېږدي.

نوموړي یو ځل بیا له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو د پرېکړې ننګه کړې او وایي، دا ورته د منلو نه ده چې امریکا دې د یو بل هېواد کورنۍ جګړه کې ښکېله وي.

د امریکا ولسمشر ویلي،‌ که افغان پوځ خپله نشي کولای یا نه غواړي چې خپل هېواد وساتي نو بیا هلته د امریکایي پوځیانو پاتې کېدل هم کومه ګټه نه کوي.‌

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې افغانستان کې بېساری پرمختګ کړی او ګڼ مهم ولایتونه یې نیولي.

دا ډله ادعا کوي چې دا مهال د ۲۴ ولایتونو مرکزونه د دوی په ولکه کې دي.

په ورته مهال افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې پر ورځ یوه لنډ ویډیویي پیغام کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان امنیتي ځواکونو د بیا منسجم کولو هڅه به کوي او د طالبانو پر ضد به مقاومت کوي.