جنرال مېکنزي: راتلونکي کې امریکا په افغانستان کې څلور لومړیتوبونه لري
د امریکايي پوځ مرکزي قومندانۍ قومندان، چې تېره ورځ يې افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مشري هم په غاړه واخيسته وايي، راتلونکي کې به افغانستان کې د امريکا پام د ترهګرۍ ضد هڅو او د افغان ځواکونو پر ملاتړ ور ټول وي.
جنرال مېکنزي چې کابل کې يې د امريکا او ناټو ځواکونو د مخکېني قومندان جنرال سکاټ مېلر د دندې ختمېدو په دستوره کې وويل، د کابل هوايي ډګر امنيت او افغانستان کې د دېپلوماتیک حضور خوندي کول به هم له لومړيتوبونو وي.
جنرال مېکنزي به په افغانستان کې مېشت نه وي او ټاکل شوې افغانستان کې د امريکايي ځواکونو دا ماموريت له لرې واټنه وڅاري.
د مېکنزي په وینا، د علمیاتو د قومندې د ځای بدلول له افغانو سره د امریکا د ژمنتیا د بدلون په مانا نه بلکې یو پوځي بدلون دی.
جنرال مېکنزي کابل کې د واک لېږد لپاره جوړې شوې غونډې ته وویل، امریکا به اجازه ورنه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پټنځای شي او له دې هېواده امریکا او متحدینو ته یې ګواښ پېښ شي.
هغه وویل چې په راتلونکې پړاو کې به موږ پر څلورو برخو تمرکز ولرو.
- افغانستان کې د دیپلوماتیک حضور خوندي کول
- په خوندي توګه د کابل هوايي ډګر د چارو دوام
- افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د لازمې سلا مشورې او د ملاتړ دوام
- د ترهګرۍ ضد هڅو ملاتړ
جنرال مېکنزي ټینګار وکړ چې امریکا په خطرناکو او سختو ورځو کې د افغانستان تر څنګ درېږي.
نوموړي یو ځل بیا ډاډګیرنه وکړه چې امریکا به په افغانستان کې خپل دیپلوماتیک فعالیت ته دوام ورکوي او د افغان حکومت او خلکو ملاتړ به کوي.
جنرال مېکنزي وویل، دی به افغانستان کې وضعیت څاري او د اړتیا پر وخت به د ترهګرۍ ضد عملیاتو مشري کوي.
دغه امریکايي جنرال وویل، د جنرال مېلر په مشرۍ کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر په امن او بریالي توګه تقریباً بشپړ دی او تر دې دمه میلیونونه ټنه تجهیزات او وسایل او زرګونه پوځیان له کومې پېښې پرته له افغانستان ایستل شوي.
د قومندان په توګه د سکاټ مېلر وروستۍ وینا
جنرال سکاټ مېلر غونډې ته وویل، له افغانستانه ښو خاطرو او یادونو سره ځي. نوموړي وویل، افغانستان به یې د پاتې ژوند لپاره په زړه او په فکر کې ځای ولري.
نوموړي د هغو هېوادونو هم مننه وکړه چې په تېرو شلو کالو کې یې د امریکا ترڅنګ افغان جګړه کې برخه اخیسته.
افغانستان کې د روان تاوتریخوالي په اړه سکاټ مېلر وویل:" زه یو له هغو پوځیانو یم چې طالبانو سره مې مخامخ خبرې کړې دي. ما دوی ته په ښکاره ټکو ویلي چې پوځي اړخونه باید افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي لپاره شرایط برابر کړي. موږ ټول پوهېږو چې د اوسني تاوتریخوالي په دوام سره به سیاسي جوړجاړي ته رسېدل ډېر ګران وي. تاوتریخوالی د افغانانو له هیلو سره په ټکر کې دی او باید ختم کړل شي".
جنرال مېلر د خپل ځایناستي جنرال مېکنزي لخوا یو ښه پوځي او ښه قومندان وبلل شو او افغانستان کې یې ماموریت او د نړیوالو ځواکونو مشري وستایل شوه.
جنرال مېکنزي وویل، د جنرال مېلر په مشرۍ کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر په امن او بریالي توګه تقریباً بشپړ دی او تر دې دمه میلیونونه ټنه تجهیزات او وسایل او زرګونه پوځیان له کومې پېښې پرته له افغانستان ایستل شوي.
د اړیکو د نوي څپرکي پیل
جنرال مېکزني کابل کې جوړې شوې غونډې ته وویل، له افغانستان د پوځیانو وتل له دې هېواد سره د امریکا د اړیکو د نوي څپرکي د پیل په معنا دي.
هغه زیاته کړه افغانستان کې د امریکایي پوځیانو نوی ماموریت به له قطره قومانده کېږي او مهمه دنده به یې افغانستان کې د امریکا د سفارت او دیپلوماتانو ساتنه، د کابل هوایي ډګر امنیت، د افغان ځواکونو ملاتړ او مشوره او د ترهګرۍ ضد عملیات وي.
جنرال مېکنزي همدا راز په لوژیستیکي، مالي او تخنیکي برخو کې د افغان پوځ د ملاتړ یادونه وکړه.
یاده دې وي چې جنرال مېکنزي نن دوشنبه کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم کتلي دي.
به دې اړه د ارګ اعلامیه کې راغلي: "په دې کتنه کې، د اړیکو د نوي فصل په چوکاټ کې د نوي فصل او د هیواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول د افغانستان هوایي ځواکونو سره د امریکا متحدو ایالتونو د همکاریو په اړه بحث او خبرې وشوې".