طالبان: افغانستان کې د ترکي پوځیانو پاتې کېدل اشغال دی؛ پر ضد به یې جهاد کوو

ترکیه، حامدکرزي هوايي ډګر، امنیت، طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ترکیې ځواکونه له ۲۰۱۳ کال راهیسې د کابل حامد کرزي هوايي ډګر د امنیت ساتنې برخه کې له ناټو او امریکايي سرتېرو سره په ګډه فعالیت کوي.

افغان طالبانو وايي ترکي چارواکو د امریکا په غوښتنه او سلا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د ساتلو پرېکړه کړې او په دې سره یې افغانستان کې د ''اشغال '' د دوام اعلان کړی.

طالبان وروسته له هغه دا خبرداری ورکوي چې ترکیې رسماً اعلان وکړ له افغانستان د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به یو شمېر ترکي ځواکونه د کابل نړیوال هوایي ډګر د امنیت ساتنې لپاره دې هېواد کې پاتې کېږي.

خو طالبانو نن سې شنبه (جولای ۱۳مه) د ترکیې دې پرېکړې په اړه یوه مفصله اعلامیه کې ویلي،‌ د دوحې د تړون له مخې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه شوې چې ترکیې هم تایید کړې ده.

طالبان وايي د ترکي ځواکونو له خوا په افغانستان کې د ''اشغال '' دوام د دواړو هېوادونو د ولسونو ترمنځ تاریخي، کلتوري او مذهبي اړیکې زیانمنولی شي او د ترکیې پرضد په افغانستان کې کرکه او دښمني ډېره شي.

طالبانو د ترکیې چارواکو دا پرېکړه ''ناسنجیده ''، د افغانستان د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ګټو پرضد بللې او له ترکي چارواکو یې ددې پرېکړې بېرته اخیستو غوښتنه کړې.

اعلامیه زیاتوي چې په افغانستان کې په هر نامه د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدل ''اشغال '' دی او له اشغالګرو سره به د علماوو د هغې فتوا پر بنسټ چلن کېږي چې له مخې یې له تېرو ۲۰ کالو راهیسې ''جهاد '' روان دی.

دغه راز په اعلامیه کې طالبانو ترکي سیاستوال هڅولي چې د دې پرېکړې پرخلاف خپل غږ پورته کړي ځکه چې دا له دوی سره د شوې ژمنې پر خلاف ګام دی.

طالبانو ګواښ کړی که ترکي چارواکي پر دې پرېکړې له سره غور ونه کړي او په وینا یې د افغانستان ''اشغال '' ته دوام ورکړي نو پر وړاندې به یې ودرېږي او مسؤلیت به یې د دوی په وینا د هغه چا پر غاړه وي چې د نورو په چارو کې لاسوهنه او دا ډول ''ناسنجیده '' پرېکړې کوي.

د ولسمشر اردوغان اعلان

ترکیه، حامدکرزي هوايي ډګر، امنیت، طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تېره میاشت بروکسل کې د ناټو سرمشریزې بهیر کې د ترکیې او امریکا ولسمشرانو د حامد کرزي هوايي ډګر د امنیت ساتنې پر موضوع خبرې کړې وې.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې وروستیو کې تایید کړه، چې ترک ځواکونه به له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د افغان پلازمېنې کابل د حامد کرزي هوايي ډګر امنیت مسؤلیت پر غاړه واخلي.

د ترکیې رسنیو رپوټونو کې د ښاغلي اردوغان له قوله ویل شوي چې ''له ناټو او امریکا سره خبرو کې جوته شوه چې موږ به کوم مسؤلیت پر غاړه اخلو او موږ به دا ګام په غوره انداز پورته کړو.''

ناټو مشرانو تېره میاشت خپله سرمشریزه کې ټینګار وکړ چې افغانستان کې یې د دیپلوماتیک فعالیت او بشري مرستونو رسونې لپاره د کابل هوایي ډګر امنیت تامنیول اړین دي او له ترکیې غوښتنه وشوه چې دا مسؤلیت ومني.

افغان حکومت هم د دغه هوايي ډګر ساتنې لپاره د ترکیې د پلان ملاتړ کړی او په وینا یې هلته به د ترکیې حضور پر هوايي ډګر د طالبانو احتمالي برید مخنیوي کې مرستندوی وي.

رپوټونو کې ویل شوي، ترکیه د دې مسؤلیت ترسره کولو لپاره افغانستان ته ډرون، دفاعي تجهیزات او نور سرتېري استوي.

ترکي‌ رسنۍ همدا راز وایي، ښايي ترکیه د دې ماموریت لړ کې له هنګري او پاکستانه هم د همکارۍ لپاره مرسته وغواړي.

د ترکیې ځواکونه له ۲۰۱۳ کال راهیسې د کابل حامد کرزي هوايي ډګر د امنیت ساتنې برخه کې له ناټو او امریکايي سرتېرو سره په ګډه فعالیت کوي.

د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل نړیوال هوايي ډګر امنیت د بهرنیو دیپلوماتیکو تاسیساتو او نړیوالو مرستندویه ادارو د فعالیت لپاره مهم ګڼل کېږي.