غني: طالبان غواړي لس زره بهرني وسلوال افغانستان ته راولي؛ طالبان: خپل ولس کې کافي ملاتړ لرو

غني

د عکس سرچینه، Arg

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تور لګولی چې وسلوال طالبان غواړي له پاکستانه د 'جیش محمد او لشکر طیبه' وسلوالو ډلو لس زره وسلوال افغانستان ته راولي.

ښاغلي‌ غني دوشنبه کابل کې د افغانستان کومانډو ځواکونو ته د وینا پر مهال تور پورې کړ چې طالبان د پاکستان له مدرسو دستور اخلي او غواړي 'توره القاعده' یو ځل بیا افغانستان کې را ژوندۍ کړي.

نوموړي وویل: "یو وار مو ونه لیدل؟ اسامه بن لادن افغانستان سره څه درلودل؟ د اسامه لپاره یې څه خرابي رانه وړه؟ تاسې نن اسامه ضرب شل زره کړئ. دوی غواړي چې افغانستان د تروريستانو زانګو شي.‌ زموږ اراده داده چې نه یې پرېږدو. ''

ولسمشر غني یو ځل بیا د افغان امنیتي‌ځواکونو د وړتیاو په اړه ډاډ وښود او ټینګار یې وکړ چې د جګړې په ډګر کې بریالي دي.

د طالبانو غبرګون

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبان وایي، افغانستان کې دننه کافي ولسي ملاتړ لري.

د افغان طالبانو ویاند ذبیح مجاهد بي بي سي سره خبرو کې د افغان ولسمشر دا تورونه رد کړي او وایي، مقابل لوری چې کله کمزوری شي نو دا ډول پروپاګند ته مخه کوي.

نوموړی وایي، طالبان په افغانستان کې دننه دومره ولسي ملاتړ لري چې، د ده په ټکو، ان وسلې او مهمات نشي پسې رسېدلی، نو اړتیا نشته چې دا ډله دې له بهره جنګیالي ور وغواړي.

یاده دې وي چې طالبانو په تېر کې هم خپلو پوځي لیکو کې د القاعدې غړو او نورو بهرنیو جنګیالیو شتون رد کړی.

خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې پر طالبانو د بندیزونو د څار کومېټې سږ کال دویم ځل خپل کلني رپوټ کې ادعا کړې چې طالبان لا هم له القاعدې سره ټینګې اړیکې پالي.‌

طالبانو د امنیت شورا دا رپوټونه له حقیقت لېرې بللي او وایي، دغه موندنې سیاسي جنبه لري.

طالبانو له امریکا سره د دوحې په تړون کې ژمنه کړې ده چې پر خپله خاوره به بهرنیو ترهګرو ډلو ته پناه نه ورکوي او د افغانستان خاوره به د امریکا او نورو هېوادونو پر ضد نه کارېږي.

د پاکستاني چارواکو دریځ

عمران خان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پاکستان وایي، پر افغان طالبانو د پخوا په څېر نفوذ نه لري.

په ورته مهال پاکستان هم بیا - بیا ټینګار کوي چې د عام ذهنیت برعکس دوی پر افغان طالبانو د پخوا په څېر نفوذ نه لري.

پاکستاني چارواکي مني چې د افغان طالبانو ځینې مشران دې هېواد ته تګ راتګ کوي او کورنۍ یې هلته اوسي، خو ټینګار کوي چې دوی تر ممکنه حده پر دې ډلې فشار راوړی چې افغان حکومت سره سوله وکړي.

یاده دې وي چې ولسمشر غني څو ورځې وړاندې ازبکستان ته د رسمي سفر پر مهال هم تور لګولی و چې پاکستاني چارواکو د افغان سولې په اړه خپلې ژمنې نه دي پوره کړې او طالبان یې د خبرو مېز ته نه دي راوستي.

خو د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په هماغه غونډه کې د ولسمشر غني دا تورونه رد کړل.

نوموړي وویل، که افغانستان کې بې ثباتي راځي نو تر ټولو بد اغېز به یې پر پاکستان کېږی، ځکه هېواد یې د افغان کډوالو یوې بلې څپې او پاکستان کې دننه ناامنۍ ته چمتو نه دی.