چین: پر افغانستان دې لګول شوي اقتصادي بندیزونه ژر ختم کړل شي

د چین د بهرنیو چارو وزیر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، چین وايي پر افغانستان اقتصادي بندیزونه دي د فشار د وسیلې په توګه نه کارول کیږي

چین وايي پر افغانستان دې لګول شوي اقتصادي بندیزونه چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته لګول شوي ژر تر ژره لرې شي. ورته مهال تمه ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت دایمي غړي د دغه سازمان له مشر سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

رویټرز خبري اژانس لیکي د چین د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر وانګ یي له قوله پرون چارشنبه ( سپتمبر۲۲) په یوه بیان کې ویلي د افغانستان کنګل شوې پانګه د دغه هېواد ملي سرمایه ده او باید د ده په وینا د دغه هېواد خلک یې وکاروي او په کار نه ده چې د سیاسي فشار د یوې وسیلې په توګه وکارول شي.

وانګ یې دا څرګندونې د جي۲۰ هېوادونو د ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې کړي چې په مجازي توګه پرون جوړه شوې وه.

د طالبانو واک ته رسېدو وروسته د امریکا په بانکونو کې د نهه ملیارده ډالرو په ارزښت د افغانستان پانګه کنګل شوه.

په وروستیو کې چین له طالبانو سره توده راشه لري، دا اړیکي پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وړاندې هم وي. څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی هم کابل ته تللی وو او له طالب چارواکو سره یې کتلي دي.

بل لورته تمه ده چې نږدې راتلونکې کې د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پېنځه دایمي غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتېرش سره وګوري. دې غونډه کې چې لا یې دقیق وخت نه دی ښودل شوی پر نړیوال امنیت خبرې کیږي خو تمرکز به یې پر افغانستان وي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لېز ټرس چې هېواد یې د امنیت شورا د پنځه دایمي غړو هېوادونو د همغږۍ مشري کوي، پر چین او روسیې غږ کړی چې همغږي شي او پرینږي چې افغانستان کې بیا ترهګر ځاله جوړه کړي.

هغې په یوه بیان کې ویلي "که غواړو چې افغانستان د نړیوالۍ ترهګرۍ لپاره پر خوندي ځای بدل نه شي نو د روسیې او چین په ګډون نړیوالې ټولنې ته په کار دي چې له طالبانو سره په چلن کې یو موټی اوسي" .

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش د افغانستان په اړه تازه څرګندونو کې ویلي چې د امنیت شورا پنځه دایمي غړي افغانستان کې د ثبات او ټيکاو په اړه یوه خوله دي.

هغه پرون ( چارشنبه سپتمبر ۲۲) نیویارک کې خبریالانو ته وویل دا هېوادونه داسې افغانستان غواړي چې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وشي ، د ترهګرۍ ځاله نه وي او داسې یو پراخ حکومت جوړ شي چې د ټولنې د ټولو برخو استازیتوب وکړي.

د ملګرو امنیت شورا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو امنیت شورا پنځه دایمي غړي د ویټو حق هم لري

چین، روسیه، امریکا، فرانسه او بریتانیا په داسې حال کې دا غونډه کوي تېره ورځ طالبانو له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي دې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا وکړي.

فرانسه چې له مخکې نه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه له متحدینو سره د سلا مشورو نه کولو له امله په غوسه وه په دې وروستیو کې وروسته له هغه وقهریده چې امریکا او بریتانیا له استرالیا سره یو نوی امنیتي تړون وکړ او استرالیا له فرانسې سره له مخکې کړی تړون لغوه کړ.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پنځه دایمي غړي هېوادونه داسې مهال د طالبانو د واکمنۍ او د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کوي چې طالبانو د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش ته په استولي لیک کې په دوحه کې د خپل سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي په توګه ورپېژندلی دی.

د ښاغلي ګوتېرش ویاند فرحان حق ویلي، دا لیک د دغه سازمان ځانګړې نهه کسیزې کمېټې ته استول شوی چې امریکا، چین او روسیه یې هم غړي دي. طالبانو په خپل لیک کې استدلال کړی چې ملګرو ملتونو کې د افغانستان د مخکیني استازي غلام محمد اسحق زي کاري دوره پای ته رسېدلې ده.

امیر خان متقي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امیر خان متقي ملګرو ملتونو ته استول شوي لیک کې ویلي د افغانستان د مخکني استازي د کار موده پای ته رسېدلې

رویټرز خبري آژانس په دې تړاو په خپل رپوټ کې ویلي د ملګرو ملتونو د کلنۍ عمومي ناستې له قانون سره سم، تر هغه چې د باورلیک کمېټې پرېکړه نه وي کړې، ښاغلی اسحق زی به پر خپلې څوکۍ پاتې وي او له مخکې نه جوړ شوي پلان پر بنسټ ښاغلي اسحق زي ته راتلونکې دوشنبه، چې د ناستې وروستۍ ورځ ده، د وینا وخت ورکړل شوی دی.

دغه راز نړیواله ټولنه ټینګار کوي چې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې باید وساتل شي او ښځو ته هم حق ورکړل شي چې پرېکړې وکړي. خو طالبانو د ښځو چارو وزارت له مینځه وړلو سره تراوسه پورې اجازه نه ده ورکړې چې ټولو دولتي ادارو ته دې ښځینه کارکوونکي ورستنې شي.

د ښځو لاریون

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان په څو ښارونو کې ښځو د خپلو حقونو لباره لاریونونه وکړل

څه باندې یوه میاشت کېږي چې طالبانو کابل نیولی او خپل حاکمیت یې ټینګ کړ. څو ورځې وړاندې طالبانو سرپرسته کابینه اعلان کړه چې تقریباً ټول غړي یې طالبان دي او هېڅ بلې سیاسي ډلې ته ونډه نه ده ورکړل شوې او ښځې هم په کې برخه نه لري.

دا موضوع هم په کور دننه او هم بهر له پراخو غبرګونو سره مخامخ شوې ده. که څه هم طالبان وايي سرپرسته کابینه کې تاجک، ازبک، هزاره او پښتانه شامل دي خو انتقاد کوونکي وايي د دې قومونو مطرح مشران په کابینه کې نشته.

په ورته مهال پاکستان له تېرو څو ورځو راهیسې هڅه کوي چې په سیمه کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پيژندلو په اړه یوه اجماع رامنځ ته کړي. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له بي بي سي سره په مرکه کې وویل هېواد به یې د افغانستان له نورو ګاونډیو هېوادونو سره د طالبانو د حکومت په رسمیت پيژندلو په برخه کې اقدام وکړي خو په دې برخه کې پرېکړه به دې پورې تړاو ولري چې طالبان ټول شموله حکومت جوړ کړي، بشري حقونه خوندي کړي او دا باوري کړي چې د افغانستان خاوره به د ترهګرۍ لپاره نه کارول کېږي.