ملګري ملتونه افغانستان کې د بشر ضد جنایتونو پلټلو لپاره ځانګړی پلټونکی ګوماري

ملګري ملتونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې (یو اېن اېچ ار سي) په افغانستان کې د طالبانو او نورو ډلو لخوا د بشر ضد او جنګي جنایتونو د پلټنو لپاره د یو ځانګړي پلټونکي ګومارلو پرېکړه کړې ده.

دا پرېکړه پنجشنبه د دې ادرې په ځانګړې ناسته کې وشوه، او ځانګړی پلټونکی به د راتلونکي کال په مارچ میاشت کې دنده پیلوي.

افغان طالبانو ویلي، په دې اړه اصل حساب باید له هغو کسانو سره وشي چې تېرو شلو کالو کې یې بې شمېره عام افغانان وژلي.

د دې پلټونکي د ګومارلو لپاره قرارداد د اروپایي ټولنې لخوا وړاندې شوی و او پنجشنبه پرې رایه اچونه وشوه.

د دې ادارې د ۴۷ غړو هېوادونو له ډلې یې ۲۸ د قرارداد په ملاتړ او د ځانګړي پلټونکي د ګومارلو لپاره رایه ورکړه.‌

خو د پاکستان، چین او روسیې په ګډون پنځو هېوادونو د قرارداد پر ضد رایه وکاروله.

څوارلسو نورو غړو هېوادونو د دې قرارداد لپاره رایه اچونه کې برخه وانخیستله، خو قرارداد بیا هم په اکثریت رایو تصویب شو.‌

د اروپایي ټولنې په قرارداد کې راغلي چې د ملګرو ملتونو قانوني، جنایي، بشري او د ښځو د حقونو کارپوهان به دې چاره کې له ځانګړي پلټونکي سره مرسته کوي.

د طالبانو او نړیوالو غبرګونونه

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

افغان طالبانو د دې اعلان په غبرګون کې بي بي سي ته وویل، تمه یې دا ده چې ملګري ملتونه له هغو کسانو سره محاسبه وکړي‌ چې په تېرو شلو کالو کې یې افغان ولس ځپلی او دا هېواد یې وران کړی.‌

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد سکرتر بلال کریمي بي بي سي ته وویل: "موږ په تېرو شلو کالو کې د خپل هېواد د ازادۍ او استقلال او همدا راز د خپلو ملي ارزښتونو او دیني نوامیسو د دفاع لپاره سپېڅلی جهاد کړی. دا د هر ملت مسلم حق دی.‌ زموږ خلک بې کوره او معیوب شول یا ووژل شول. له هغو ټولو حقونو بې برخې وو چې نور خلک یې د نړیوالو اصولو له مخې لري".

د بښنې نړیوال سازمان که څه هم د ملګرو ملتونو د دې اعلان هرکلی کړی، خو وایي افغانستان کې جدي وضعیت ته په کتو یې تر دې هم د زیات جدي ګام تمه درلوده.

یاد سازمان وایي، افغانستان کې د جنایتونو پلټلو، اسناد راټولولو او محاکمو لپاره یوه خپلواک او نړیوال میکانېزم ته اړتیا ده.‌

د بښنې نړیوال سازمان وایي، د ملګرو ملتونو ځانګړی پلټونکی به لږ تر لږه وکړای شي چې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت څارنه وکړي.‌

یاده دې وي چې همدا څو ورځې وړاندې نړیوالې جنایي محکمې هم اعلان کړی و چې افغانستان کې د طالبانو او داعش ډلې لخوا د بشر ضد او جنګي جنایتونو پلټنه پیلوي.

طالبان تېره اګست میاشت کې پر ټول افغانستان یو ځل بیا واکمن شول او له هماغه راهیسې پرې تورونه لګېدلي چې د 'عمومي بښنې' ژمنه یې ماته کړې او صحرایي محاکمې یې ترسره کړې دي.

پر دې ډلې تور دی چې په کندهار، غزني، پنجشېر او دایکندي ولایتونو کې یې بېګناه او بې وسلې کسان وژلي.

خو طالبانو دا تورونه رد کړي او وایي، نړیواله ټولنه باید یو اړخیز قضاوت ونه کړي او د شفافو پلټونو لپاره دې افغانستان ته پلټونکې ډلې ور ولېږي.‌