یو شمېر افغان ښځو له ملګرو ملتونو غوښتي، د افغانستان استازولي دې طالبانو ته نه ورکوي
یو شمېر افغان ښځو له ملګرو ملتونو غوښتي په دغه سازمان کې دې د طالبانو استازولۍ ترلاسه کولو مخه ونیسي.
د رویټرز رپوټ کې ویل شوي، نیویارک کې د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر ته د پنجشنبې پر ورځ یوه لیدنه کې دې ښځو په یاد سازمان کې د خپل هېواد لپاره د غوره استازولۍ غوښتنه وکړه.
افغان سیاستوالې فوزیه کوفي د ملګرو ملتونو عمومي مرکز مخې ته له خبریالانو سره په دې هکله خبرو کې وویل:
''دا ډېره اسانه (چاره) ده. ملګري ملتونه باید دا څوکۍ هغه چا ته ورکړي، چې د افغانستان د ټولو خلکو حقونو ته درناوي کوي. ''
له فوزیه کوفي سره دې د ملګرو ملتونو سازمان په دې لیدنه کې سیاستواله ناهید فرید، پخوانۍ دیپلوماته اصیله وردګ او خبریاله انیسه شهید هم ملګرې وې.
اغلې فرید خبریالانو ته وویل، طالبانو د افغانستان کنټرول تر لاسه کولو پر مهال ژمنه کړې وه، چې ښځو ته به د کار او زدکړو اجازه ورکوي، خو په وینا یې ''دوی پر خپله ژمنه نه دي درېدلي. ''
په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم بنديز نړيوال غبرګونونه راپارولي او د طالبانو د رسيمت پېژندو پر وړاندې هم خنډ ګرځېدلي دي.
د یادونې ده چې طالبانو مخکې ويلي وو چې "د اسلامي اصولو له مخې له شپږم ټولګې پورته د نجونو د زدکړو لپاره په لارښود کار کوي".
ملګرو ملتونو له دې مخکې ویلي دغه سازمان کې د افغانستان د استازیتوب په اړه یوه کومېټه پرېکړه کوي چې نهه هېوادونه یې غړي دي.
ښايي دا کومېټه روانه میاشت غونډه وکړي.
بل لور طالبانو ویلي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ دې د دوی رژیم ته ورکړل شي او په دې سره به په اسانۍ وکړی شي چې د بشري مرستو لپاره له ملګرو ملتونو سره همغږي وکړي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین چې د طالبانو له خوا ملګرو ملتونو کې د اوسني نظام د استازي په توګه معرفي شوی یوه بیان کې ویلي و چې طالبان په ټول افغانستان واک لري او د ده په وینا د نړیوالو قوانینو له مخې هم "دا زموږ حق دی چې په ملګرو ملتونو کې نمایندګي ولرو".