پنټاګون: افغانستان کې هوایي بریدونو لپاره د طالبانو اجازې ته اړتیا نه لرو

جان کربي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د دفاع وزارت ویاند وايي، دې ډول عملیاتو کې تل د عملې خوندیتابه ته پوره پام کېږي.

د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) وایي،‌ افغانستان کې د ترهګرو پر ضد د هوایي بریدونو پر وخت د افغانستان هوایي‌ حریم کارولو لپاره د طالبانو اجازې ته اړتیا نه لري.

د پنټاګون ویاند جان کېربي د جمعې پر ورځ یوې خبري غونډې ته وویل،‌ امریکا د دا ډول هوایي عملیاتو بشپړه اړتیا لري او دې ته اړتیا نشته چې په اړه یې طالبانو سره خبرې وشي.‌

نوموړي‌ زیاته کړه،‌ فکر نه کوي چې په راتونکي کې هم د ورته عملیاتو لپاره د کومې ډلې اجازې ته اړتیا ولري.‌

امریکا تېره میاشت له افغانستان د خپلو ټولو پوځیانو له ایستلو وروسته ویلي‌ وو،‌ په قطر کې له خپلې مرکزي قومندانۍ به افغانستان کې د ترهګرو پر ضد عملیاتو ته دوام ورکوي.‌

بل لور د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد سکرتر بلال کریمي په دې هکله وايي، ''د امریکا دا ډول دریځ موږ ته د منلو نه دی، موږ یې غندو. د مخنیوي لارې چارې یې هم لټولی شو. دا تجاوز بولو، په تېرو شلو کلونو کې یې پایله نه درلوده، اوس هم پایله نه ورکوي. ''

د جمعې ورځې خبري ناسته کې د پنټاګون ویاند جان کېربي نه پوښتنه وشوه چې که طالبان د امریکا له پوځي عملیاتو خبر نه وي‌ نو ایا دا امکان شته چې دا ډله امریکایي‌ ډرون یا نورې الوتکې رانسکورې کړي.

ښاغلي‌کېربي یې ځواب کې وویل،‌ دې ډول عملیاتو کې تل د عملې خوندیتابه ته پوره پام کېږي.

یاده وي چې امریکا وار د مخه دا ډول عملیات پیل کړي‌ او تېره میاشت یې کابل او ننګرهار کې ډرون بریدونه ترسره کړي‌ وو.

امریکایي چارواکو لومړۍ دعوه کوله چې د کابل ډرون برید کې یې د داعش ډلې ځانمرګی بریدګر وژلی.

خو وروسته ثابته شوه چې هغه برید کې د ۶ ماشومانو په ګډون د یوې بېګناه کورنۍ لس غړي‌ وژل شوي وو.

د پنټاګون ویاند جان کېربي وایي،‌ د دې برید امر د سیمې یو بل هېواد کې ناستو امریکایي‌ پوځیانو ورکړی و،‌ او په اړه یې پلټنې روانې دي.‌

د پوځي‌ عملیاتو په تړاو پاکستان سره هوکړه

ډرون

د عکس سرچینه، Getty Images

جان کېربي خپله خبري ناسته کې ومنله چې امریکا افغانستان کې د ترهګرو پر ضد د هوایي‌ عملیاتو په تړاو له پاکستان سره خبرې اترې کوي.

نوموړي‌ له ډېرو جزئیاتو ورکولو پرته وویل،‌ دې لړ کې له پاکستان سره هوکړه موجوده ده.‌

هغه زیاته کړه: "موږ په سیمه کې د شته ګواښونو په تړاو له پاکستان سره خبرې کوو،‌ په خاصه توګه هغه ګواښونه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله موجود دي.‌ دې کې زموږ د دواړو هېوادونو (امریکا او پاکستان) ګټه ده. دلته ډېر جزئیات شریکول ضروري‌ نه بولم.‌ خو دا چاره په ډېره اغېزنامه توګه ترسره کېږي".

یاده دې وي چې امریکایي چارواکو څو میاشتې مخکې ویلي،‌ له افغانستان د پوځیانو له ایستلو وروسته به دوی هڅه کوي‌ چې د سیمې کوم بل هېواد کې پوځي اډې ترلاسه کړي.

هغه مهال د پاکستان لومړي‌ وزیر عمران خان ویلي‌ وو، هېڅکله به هم امریکایي پوځ ته د پاکستان پر خاوره پوځي اډې ورنکړي.‌

خو کله چې د پاکستان هوایي حریم کارولو خبره کېږي‌ نو په دې اړه د امریکایي او پاکستاني‌ چارواکو ځوابونه تل ګونګ وي.

کارپوهان په دې باور دي‌ چې امریکا په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان جګړې پر مهال تل اجازه درلوده چې د پاکستان هوایي حریم په ازاده توګه وکاروي.‌