داودزی: افغانستان کې د سولې او جګړې ختمېدو په اړه د پاکستان چلن مثبت شوی

داودزی

د عکس سرچینه، DawoodZaid FB

د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړي استازي عمر داوزي ویلي، د افغان سولې بهیر او په دې هېواد کې د جګړې د ختمېدو په تړاو د پاکستان چلن ګام په ګام مثبتې خوا ته روان دی او تر پخوا ښه شوی دی.‌

ښاغلي داودزي دا څرګندونې پاکستان ته له خپل دوه ورځني رسمي سفر وروسته بي بي سي سره خبرو کې وکړې.

عمر داودزی وایي، دې سفر کې یې پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې بهیر او افغانستان کې د روانې جګړې په اړه مفصلې خبرې کړې دي.

د ښاغلي داودزي له دې څرګندونو یوازې دوه ورځې وړاندې د پاکستاني پوځ ویاند جنرال بابر افتخار ویلي وو، پاکستان د دې ملاتړ نه کوي چې طالبان دې د زور له لارې یو ځل بیا پر کابل قبضه وکړي.

جنرال افتخار ویلي وو، پاکستان د افغان سولې په بهیر کې ټوله هغه مرسته کړې چې په وس کې یې وه،‌ خو د افغانستان راتلونکې په افغان ولس او حکومت پورې اړه لري.

اوس د پاکستان لپاره د ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړی عمر داودزی وایي،‌ داسې ښکاري چې د افغانستان په اړه د پاکستان دریځ مثبتې خوا ته په بدلېدو دی.

ښاغلي داودزي بي بي سي ته وویل: "پاکستان ادعا کوله چې دوحه کې یې د سولې خبرو بیا پیلولو کې رول درلود. موږ یې مننه وکړه.‌ خو موږ ترېنه غوښتنه وکړه چې نور باید د اورکم پر ځای د اوربند خبره وشي. اورکم پخوا هم اعلان شوی و، خو پایله یې موږ ولیده او په اصل کې تاوتریخوالی لا ډېر شو".

اتمر: د افغانستان کشالې په تړاو د روسیې د دریځ هرکلی کوو

حنيف اتمر

د عکس سرچینه، HANIF ATMAR FN

اسلام اباد ته د عمر داودزي رسمي سفر سره هم هماله د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په دوه ورځني رسمي سفر روسیې ته تللی.

ښاغلي اتمر د جمعې پر ورځ مسکو کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره وکتل او دواړو خواو د افغان سولې پر روان بهیر او ګڼو نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.‌

له دې کتنې وروسته ښاغلي اتمر یوې ګډې خبري ناستې ته وویل، افغان حکومت د سولې د خبرو او افغانستان کې د روان وضعیت په اړه د روسیې د دریځ هرکلی کوي.‌

سرګي لاوروف همدې خبري ناستي ته وویل،‌ څه موده وړاندې مسکو ته د طالب مرکچیانو د سفر پر مهال يې دې ډلې ته په ښکاره ټکو ویلي وو چې باید د خبرو اترو لاره غوره کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وویل،‌ د روسیې د دې دریځ هرکلی کوي چې د طالبانو پر مشرانو باید تر هغې بندیزونه ختم نشي چې یادې ډلې د سولې د خبرو او تاوتریخوالي کمولو په تړاو خپلې ژمنې نه وي پوره کړې.‌

یاده دې وي چې د افغانستان د ملي‌ امنیت سلاکار حمد الله محب هم د پنجشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا یوې غونډې ته ویلي وو، افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره پر طالب مشرانو د ملګرو ملتونو بندیزونه خورا مهم دي.‌

خو وسلوالو طالبانو د جمعې پر ورځ بي بي سي ته وویل، د دوی پر مشرانو د بندیزونو موضوع له امریکا سره د دوحې تړون کې حل شوې ده او افغان حکومت پورې هېڅ اړه نه لري