جلیلي: 'که ولسمشر شم د طالبانو اسلامي امارت به په رسمیت وپېژنم'

جلیلي وایي، که په ټاکنو کې بریالی شي، نو د افغانستان د ټولو ښوونکو تنخوا به تر ۷۰ زرو افغانیو ورسوي

د عکس سرچینه، Dr.Sayed Noorullah Jalili دوکتور سیدنورالله جلیلی

د عکس تشریح، جلیلي وایي، که په ټاکنو کې بریالی شي، نو د افغانستان د ټولو ښوونکو تنخوا به تر ۷۰ زرو افغانیو ورسوي

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو یو نوماند سید نورالله جلیلي وايي، که د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی شي نو د طالبانو اسلامي امارت به په رسمیت وپېژني.

نوماند جلیلي بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، که د افغانستان راتلونکی ولسمشر شي نو لومړیتوب به یې سوله وي او د طالبانو هره غوښتنه به ومني.

دی وايي: ''زما لپاره اسلامي امارت سره کرښه نه بلکې شنه کرښه ده، ولې اسلامي امارت ته د سرې کرښې په توګه وګورو، که زه د افغانستان د خلکو له خوا د ولسمشر په توګه وټاکل شوم، نو زما لومړنی کار به دا وي چې زه به د اساسي قانون لویه جرګه راغواړم او له طالبانو سره به له هغوی نه دا صلاحیت اخلم چې دوی سره با صلاحیته خبرې وکړم او زه به د طالبانو ټولې غوښتنې منم''.

ښاغلي جلیلي ویلي، که څه هم په سیاست کې ۱۹ میاشتنې تجربه لري، خو که په انتخاباتو کې وټاکل شي نو سوله به یې د نوي حکومت په لومړیتوب کې وي.

د را روانو ولسمشریزو ټاکنو یو نوماند سید نورالله جلیلي وایي، که په ټاکنو کې بریالی شي، نو د افغانستان د ټولو ښوونکو تنخوا به تر ۷۰ زرو افغانیو ورسوي، خو دا چې ورته به بودیجه له کومه کوي په دې اړه څه نه وايي.

ښاغلي جلیلي د خپلو کمپایني ژمنو په لړ کې دا هم ویلي چې که ولسمشرشي د افغانستان په ملي سرود کې به د قومونو نومونه ليرې کړي او نوی ملي سرود به جوړ کړي.

دی وايي، که د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی شي نو په خپل نوي حکومت کې به لومړۍ مېرمن ونه لري.

ښاغلي غني وویل، جګړه ځکه نه درېږي او وینې ځکه بهېږي چې طالبانو اوربند ته غاړه کېنښوده.

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح، ښاغلي غني وویل، جګړه ځکه نه درېږي او وینې ځکه بهېږي چې طالبانو اوربند ته غاړه کېنښوده.

د ښاغلي جلیلي برعکس د ولسمشرۍ نور نوماندان بیا د طالبانو په تړاو بېل نظرونه لري، اوسني ولسمشر او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند محمد اشرف غني پرون د شنبې په ورځ په یوه وېډيويي پیغام کې د ټولو هغو وژنو پړه پر طالبانو واچوله چې د افغانستان په کورني کړکېچ کې له یوې یا بلې خوا پېښېږي. ښاغلي غني وویل، جګړه ځکه نه درېږي او وینې ځکه بهېږي چې طالبانو اوربند ته غاړه کېنښوده.

هغه د سولې د نړیوالې ورځې په نمانځنه خپور شوي پیغام کې ویلي: "که طالبان سوله وکړي، موږ یوه شېبه هم د جګړې دوام نه غواړو او یو ځل بیا وایم چې د ټولو قتلونو او وینې تویېدنو ګناه د هغه چا پر غاړه ده چې سوله او اوربند نه مني".

طالبانو بیا بیا ویلي چې تر هغو له بهرنیانو سره خبره یوې خواته شوې نه وي، پر اوربند خبرې نه شي کېدای.

د هغوی یوه مشر مرکچي شېرمحمد عباس ستانکزي بي بي سي ته په یوه وروستۍ مرکه کې وویل چې له امریکا سره د تړون په لومړیو شېبو کې له هغوی سره اوربند ټینګېږي، خو له افغانانو سره به په دې اړه په خپلمنځي ناسته کې خبرې او هوکړه کېږي.

د ویډیو تشریح، طالبان: ټرمپ دې پر خپل ټويټ بيا غور وکړي

ولسمشرغني دغه ډول دریځ د خپلو "مخالفانو بدمرغه نیتونه" بولي او ټینګار کوي چې له هغو سره سره افغانستان د امنیت، ثبات او پرمختګ پر لار ښه وړاندې تللی او سولې ته تر پخوا ډېر نژدې شوی دی.

دا خبرې پر داسې مهال مخې ته راځي چې له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړه لیک پخپله د ولسمشر او حکومت له کلکو نیوکو سره مخامخ او په پای کې د واشنګټن له خوا وځنډول شو.

د کابل له نظره، طالبانو اوربند ته له ژمنتیا پرته له بهرنیانو سره هوکړه کوله، په داسې حال کې چې هیڅ ډول سوله بې اوربنده ټینګېدلی نه شي.

دا پیغامونه، د افغانستان تر ولسمشریزو ټاکنو ټیک یوه اوونۍ مخکې خپاره شوي چې ځینو ته یې د سولې په پار ځنډول یا لغوه کول اړین برېښېدل.